د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول: له چين سره ټولې شریکې پروژې په خپل وخت سرته رسوو


بلاول بوټو زرداري، چین د پاکستان لپاره مهم هېواد وباله ـ پخوانی انځور
بلاول بوټو زرداري، چین د پاکستان لپاره مهم هېواد وباله ـ پخوانی انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، دچين پاکستان اقتصادي راهداري پروژه (سیپېک) د دواړو هیوادونو لپاره ستراتيژيک اهميت لري او پاکستان ژمن دی چې ټولې منصوبې په خپل وخت سرته ورسوي.

نوموړي د مې پر شپږمه، په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت کې د چین له بهرنیو چارو وزیر چین کانګ سره تر خبرو وروسته رسنیو ته په خبرو کې، چین د پاکستان لپاره مهم هیواد وباله او زیاته یې کړه چې که څه هم په پاکستان کې سیاسي کشالې دي خو د چین ستراتیژیکې ملګرتیا په اړه ټول ګوندونه متفق نظر لري.

بلاول زیاته کړه، چين تل د پاکستان يو باوري ملګری هیواد پاتې شوی دی او د دې وروستۍ څرګندونه چین هغه مهال وکړه چې له سوډانه یې د پاکستانیو وګړو په ويستلو کې چټک ملاتړ او مرسته وکړه.

د بهرنيو چارو وزير د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتيا، ملي حاکميت او ملي پرمختګ لپاره د چين د ټينګ ملاتړ ستاينه وکړه. هغه وويل، پاکستان په ټولو مهمو مسلو کې د چين تګلارې ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې چې د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیران نن (د مې پر شپږمه) په اسلام اباد کې غونډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG