د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم وايي د سیپېک پروژې مخ دوه اړخیزه کاروبار ته اوښتونکی دی


د سي پېک پروژې نقشه
د سي پېک پروژې نقشه

د پاکستان وزیراعظم تمه ښوولې چې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروګرام مخه به اوس د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخيزه کاروبار لورې ته واوړي.

شهباز شريف پرون (د جولای په پینځمه) په اسلام اباد کې د راهدارۍ د لسمې کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې په پاکستان کې د سيپېک پروګرام له مخې د برېښنا کوټونو، له اوبو د انرژۍ پېداکولو پروژې، د اورګاډي اورېنج لاین او سړکونه جوړ شوي دي.

هغه وړاندې وویل، تمه لري چې د دې پروګرام مخ به اوس د دواړو هېوادونو ترمینځ دوه اړخيزه کاروبار ته واوړي او په پاکستان کې به نوي اقتصادي زونونه یا سيمې جوړې شي.

بلخوا په پېښور کې هم د سيبېک ۱۰مه کليزه ولمانځل شوه چې پکې ګډونوالو پر حکومت غږ وکړ چې د دې پروګرام نامکمله پروژې دې زر سر ته ورسوي. په دستوره کې موجود د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو نګران وزیر میا فېروز جمال کاکاخېل په صوبه کې د راهدارۍد پروژو په اړه مشال راډیو ته وويل:" اوه غټې غټې پروژې جوړېږي. د رشکۍ اقتصادي زون دی چې کله مکمل شي نو دوه، دوه نيم لکه کسان به ورنه ګټه واخلي."

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ تړون په ۲۰۱۳ز کال کې شوی وو چې له مخې به يې چين په پاکستان کې په ګڼ اړخيزه پروژو کې تر ۶۰ اربه ډالرو زیاته پنګه اچونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG