د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پولیو مخنیوي ادارې په اختر کې د ماشومانو واکسینولو لپاره غرفې پرانیستې دي


په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام په اختر کې د ماشومانو واکسینولو په بهیر کې د کورنیو د ښکېلتیا لپاره ځانګړی نوښت اعلان کړی دی.

هغې ادارې د اپرېل پر نهمه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان په یوشمېر لویو ښارونو کې یې تر پینځو کلونو پورې د عمر لرونکو ماشومانو واکسینولو په عمل کې د هغوی میندو او پلرونو د دخیلولو او د هغوی د روزنې لپاره ځانګړې غرفې یا سټالونه پرانیستې دي.

د پولیو مخنیوي او ختمولو پروګرام ویلي دي چې هغه غرفې یې په اسلام اباد، پېښور، کوټې، لاهور، کراچۍ، حیدراباد او سکر کې پرانیستې دي چې پکې روغتیايي کارکوونکي میندو او پلرونو ته ماشومانو ته د څاڅکو ورکول ښيي.

اداره زیاتوي چې هغه سټالونه به اپرېل له نهمې څخه تر ۱۵مې پورې فعال وي چې موخه یې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اګهۍ زیاتول هم دي.

په پاکستان کې د پولیو د مخنیوي پروګرام دا اقدام پر داسې مهال کړی دی چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د پېښور او کواټ په ګډون د پاکستان د یوشمېر ضلعو په ناولو (ناپاکه) اوبو کې د ګوزڼ وایرس وموندل شو.

د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د اپرېل پر شپږمه په یو بیان کې ویلي ول چې په مارچ کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناپاکه اوبو د نکاسۍ له نظامه نمونې واخیستې چې تر معاینې وروسته یې په ځینو ځایونو کې د ګوزڼ وایرس وموند.

هغه اداره زیاتوي چې وایرس یې د خیبر پښتونخوا د پېښور او کواټ، د بلوچستان د کوټې، سېوۍ، نصیر اباد او مستونګ او د سیند صوبې د کراچۍ د درو ضلعو شرقي، جنوبي او ملیر په ناولو اوبو کې موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په مارچ کې د پاکستان په څلورو صوبو کې د پولیو واکسیني کیمپېن وشو.

په پاکستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې دي او دواړه ناروغان د بلوچستان دي.

تر دې مخکې چارواکو د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په پای کې د خيبر پښتونخوا د پېښور، د بلوچستان د چمن او د سيند د کراچۍ د کیماړۍ او حیدراباد په ناولیو یا ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ د وایرس نمونو موندلو خبر ورکړی وو.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

XS
SM
MD
LG