د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور، کواټ او کوټې په ګډون د پاکستان یوشمېر ضلعو کې د ګوزڼ وایرس موندل شوی دی


په پېښور کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي، شا ته یې یو پولیس د امنیت لپاره ولاړ دی - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي، شا ته یې یو پولیس د امنیت لپاره ولاړ دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د پېښور او کواټ په ګډون د پاکستان د یوشمېر ضلعو په ناولو (ناپاکه) اوبو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی.

د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د اپرېل پر شپږمه په یو بیان کې ویلي دي چې په مارچ کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناپاکه اوبو د نکاسۍ له نظامه نمونې واخیستې چې تر معاینې وروسته یې په ځینو ځایونو کې د ګوزڼ وایرس وموند.

هغه اداره زیاتوي چې وایرس یې د خیبر پښتونخوا د پېښور او کواټ، د بلوچستان د کوټې، سېوۍ، نصیر اباد او مستونګ او د سیند صوبې د کراچۍ د درو ضلعو شرقي، جنوبي او ملیر په ناولو اوبو کې موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د روغتیا ملي ادارې د وایرس موندلو په اړه تازه خبر پر داسې مهال ورکړی دی چې په مارچ کې د پاکستان په څلورو صوبو کې د پولیو واکسیني کیمپېن وشو.

په پاکستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې دي او دواړه ناروغان د بلوچستان دي.

تر دې مخکې چارواکو د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په پای کې د خيبر پښتونخوا د پېښور، د بلوچستان د چمن او د سيند د کراچۍ د کیماړۍ او حیدراباد په ناولیو یا ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ د وایرس نمونو موندلو خبر ورکړی وو.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

XS
SM
MD
LG