د لاسرسي ځای

تازه خبر

نادرا د خیبر ليرې پرتو سیمو ته د خدماتو رسولو لپاره ګرځنده ډلې لېږدوي


په ټانک کې یوشمېر کسان د نادرا دفتر مخې ته په قطار کې ولاړ دي ــ انځور له ارشيفه
په ټانک کې یوشمېر کسان د نادرا دفتر مخې ته په قطار کې ولاړ دي ــ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا لپاره د پاکستان د نفوسو او نورو اسنادو د ثبت ادارې (نادرا) مشر د خیبر ضلعې د ليرې پرتو سیمو لپاره د کمپیوټري نظام لرونکو موبایل وین یا ګاډو لېږدول منظور کړي دي.

په هغو بسونو کې به د نادرا عمله موجوده وي او خلکو ته به کور په کور د شناختي کارډونو جوړولو اسانتيا ورکوي.

د فبروۍ پر ۱۴مه د خیبر انتظامي چارواکو او د نادرا د افسرانو ترمينځ په یوه غونډه کې پرېکړه وشوه چې په لومړي پړاو کې به د خیبر زخه خیلو سیمې ته هغه کمپیوټري نظام لرونکي بسونه ورځي او هلته به د فبرورۍ له ۱۵مې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې خلکو ته شناختي کارډونه، د کورني تړاو فارمونه، د زوکړې سند ليکونه او نور مهم اسناد ورجوړوي.

په خیبر کې د نادرا مرستیال مشر کرامت الله د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال راډيو ته وویل چې حکومت د نادرا بسونه ليرې پرتو سیمو ته ځکه لېږدوي چې خلک ګټه ورڅخه واخلي. "په کار ده چې زیات خلک ورشي او د ځان لپاره شناختي کارډونه جوړ کړي."

د خیبر ليرې پرتو غرييزو سیمو اوسېدونکي وایي چې هلته په زرګونو ښځې د شناختي کارډونو له جوړولو محرومه دي ځکه چې هغوی په میداني سیمو کې نادرا دفترونو ته نه شي ورتللای.

د اپرېدو ریلیف کمېټۍ په نوم د يوې مرستندويه ټولنې مشر معروف اپرېدی وایي چې هغوی د حکومت د دې اقدام ستاينه کوي خو په وينا يې، بايد د خیبر ټولې سیمې دا اسانتیا ولري.

نوموړی زياتوي، "د باړې او تیرا ښځې او سړي چې کله له خپلو کلیو څخه باړې او جمرود ته سفر کوي، نو ډېره زیاته فاصله وهي او بیا یې هلته په یوه ورځ کې کار هم نه کېږي او کرایه یې هم ډېره لګي."

د نادرا دفتر چارواکي وایي، هڅه کوي چې په مرحله واره توګه د خيبر ضلعې د لواړګي، باړې، جمرود او تیرا کلیو ته هم خدمات ورسوي.

د پاکستان په ليري پرتو سيمو کې ګڼې ښځې شناختي کارډونه نه لري چې له کبله يې په انتخاباتو کې د رايې ورکولو له حقه محرومې پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG