د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زخه خېلو بازار وګړي د نادار دفتر غواړي


د خیبر باړې سیمه
د خیبر باړې سیمه

د خیبر ضلعې د یوې لیرې پرتې سیمې د بازار زخه خېلو وګړي وایي چې هلته د نادرا دفتر نشته او میرمنې یې د شناختي کارډ جوړولو لپاره په لنډي کوتل کې د نادرا دفتر ته ورځي خو هلته د زیاتې ګڼې ګوڼې له لاسه یې پر وخت کارډونه نه جوړېږي.

دوی وایي اوس د زخه خېلو بازار ته د تحصیل درجه ورکړل شوې او پکار ده چې د نادرا یو دفتر پکې پرانستل شي.

د تیرا زخه خیلو یو جنرل کونسلر عطاالله اپرېدی وایي چې په زرګونه میرمنې یې د شناختي کارډ نه لرلو له وجې د صحت کارډ او د احساس پروګرام په ګډون له یوشمېر نړیوالو امدادي ادارو له مرستو بې برخې دي. نوموړی زیاتوي د سیمې مېرمنې یې په لنډي کوتل کې د نادرا دفتر ته ولاړې شي خو د ګڼې ګوڼې له وجې راستنې شي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې عطاالله اپرېدي وویل: ((زموږ د تحصیل وداني جوړه شوې خو عمله پکې نشته، له بازار زخه خیلو نه تر لنډي کوتل پورې مو اووه سوه روپۍ کرایه لګېږي.))

د خیبر ضلعې ۱۰۵ حلقې نه د صوبایی اسمبلې غړی شفیق شیر اپرېدی وایی چې دوی هلته د نادرا ګرځنده ټیمونه ورلېږلي او په ځینې کلیو کې یې د خلکو ضرورت پوره کړی دی. د نوموړي په وینا اوس په موقع باندې هم د ګرځنده ټیم یو ګاډی هلته موجود دی او کار یې پیل کړی دی.

دی زیاتوي: ((تیره میاشت مو هم یو وېن (ګاډي) ورلېږلی وو خو هلته د امنیتي ستونزو له امله راستون کړل شو خو اوس به دا ستونزه نه وي او موږ هڅه کوو چې هلته د نادرا یو وړوکی مستقل دفتر پرانستل شي.))

بازار زخه خیل له لنډي کوتل بازاره په خوا شا ۳۰ کلومیټره فاصله باندې پرته غریزه سیمه ده چې د افغانستان له ننګرهار ولایت سره لګېدلې ده. د یوې اندازې له مخې څه نا څه ۶۰ زره وګړي لري، د بازار زخه خېلو ولس بیا بیا ویلي چې دوی تر اوږدې مودې پورې د وسلوالو پرضد مبارزه کړې او دغه سیمه یې ترې پاکه کړې خو اوس پکار ده هلته پرمختیایی کارونه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG