د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوډا سټوري: پاکستان کې تر ټولو زیات د پښتنو شناختي کارډونه بلاک دي


د پاکستان د سیند صوبې په حیدر اباد کې رای کاروونکي د ووټ اچولو لپاره خپل شناختي کارډونه ښيي. ۲۰۰۸، ۱۸ فېبروري
د پاکستان د سیند صوبې په حیدر اباد کې رای کاروونکي د ووټ اچولو لپاره خپل شناختي کارډونه ښيي. ۲۰۰۸، ۱۸ فېبروري

یوې امریکايي ادارې کوډا سټوري په خپل يوه راپور کې دعوه کړې ده چې دا مهال د پاکستان شناختي کارډ ادارې نادرا په زرګونو شناختي کارډونه بلاک کړي دي چې پکې لوی شمیر د پښتنو دی.

په ۲۰۱۷ز کال کې نادرا ادارې په قامي اسمبلۍ کې جمع شوي رابور کې ويلي ول چې څه باندې درې نيم لکه شناختي کارډونه يې بلاک کړي دي چې څه د پاسه دوه لکه پکې پښتانه دي.

د روان کال په مې میاشت کې اسلام اباد های کورټ ويلي ول چې نادرا د شناختي کارډونو بلاکولو اختیار نه لري، خو یاده اداره وايي چې د شناختي کارډونو بلاکول يې په عدالتي احکاماتو کړي دي.

په کورمه ضلعه کې د پاړه چنار د اکبر سرای اوسېدونکی ۵۶ کلن خير ګل د خپل بند شوي شناختي کارډ د خلاصولو لپاره د پاکستان هرې متعلقه ادارې ته ولاړ خو تر دا مهاله یې شناختي کارډ بند دی.

د نومبر پر ۱۶مه له مشال راډيو سره په خبرو کې خیر ګل وويل، قام لرم، قبیله لرم او په پلار، نيکه د کورمې اوسېدونکی یم خو چارواکي يې نه مني او د ټولې کورنۍ شناختي کارډ مې بند دی: ((دا راته نه ده مالومه چې شناختي کارډ مې ولې بلاک دی، زما د مېرمنې او اتو بچو شناختي کارډونه هم بلاک دي خو زما د وروڼو، خويندو او خاندان شناختي کارډونه خلاص دي، زما د شناختي کارډ د خلاصولو په لړ کې جاينټ انوېسټېګېشن کمېټۍ هم راپور ورکړی دی، ټولو ادارو لکه ای اېس ای، پوليس، د علاقې اېم اېن اې، تحصیلدار او نادرا هر چا زما د کورنۍ په اړه کليېرنس ورکړی خو له سختو ستونز و سره مخ یم زما بچي دي، هغوی کالج او پوهنتون ته تلل غواړي، کارډ ته ضرورت لري، خو نه شي تلاي، زما کاروبار دې زما ټول بانکي نظام بلاک شوی دی، بانکې کاتې (حساب) مې کنګل شوي دي که چېرته تګ راتګ کوم، پر ناکو باندې مې تر ګنټو ګنټو ودروي، زه داسې احساسوم لکه د چا بې ګناه لاس پښې وتړي او زندان ته يې واچوي.))

د بلاک شوو شناختي کارډونو له امله یوازې خير ګل نه دی چې له څلورو کالو نه له ستونزو سره مخامخ دی.

په ۲۰۱۷ز کال کې په قامي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تعلق لرونکي پارلېماني غړي عبدالقهار ودان د بلاک شوو شناختي کارډونو د کره شمېرې او وجوهاتو په اړه په قامي اسمبلۍ کې یو قرارداد جمع کړی وو. د داخله چارو د وزارت چارواکو په قامي اسمبلۍ کې په رسمي ځواب کې ويلي ول چې هغه وخت په پاکستان کې د نادرا ادارې ۳۴۴۵۹۷ شناختي کارډونه بلاک کړي دي چې ۲۱۷۰۰۷ پکې پښتانه وو، د نومبر په ۱۶مه مشال راډیو سره په خبرو کې پخواني پارلیماني غړي عبدالقهار ودان وويل چې دا شمېره یوازې د کورنیو د مشرانو ده خو په مجموعي توګه تر ۱۵ لکو د زیاتو پښتنو شناختي کارډونه بلاک دي.

((دوی چې موږ ته کوم رسمي راپور راکړو د هغې له مخه نادرا ادارې دوه نیم لکه کورنۍ غیر پاکستانیان ګرځولي ول، او د یو لک اتیاوو زرو داسې کسانو شناختي کارډونه يې هم بلاک کړي وو چې تر پلټنو لاندې وو، نو بیا موږ يو قانون وضعه کړو، د قانون له مخه له نادرا سره دا اختیار نه وو چې د چا شناختي کارډ بلاک کړي، نو پرېکړه دا وشوه چې ټول به خلاصوي، او چې د کومو کسانو په اړه پلټنې روانې وې هغوی مو په مشکوکو کسانو کې واچول او قانون مو دا جوړ کړو چې په ضلعي کچه به ډيپټي کمشنران د دوی په اړه پرېکړې کوي، د څه خلکو خو شناختي کارډونه خلاص شوي ول، خو اوس نه د هغو کميټيو غونډې کېږي او نه شناختي کارډونه خلاصېږي، بلکې اوس يې بیا بندول شروع کړي دي، دا شمېره یوازې د خاندان د مشرانو وه په مجموعي توګه د بلاک شوو کسانو شمېره له ۱۴ نه تر ۱۵ لکو پورې جوړېږي.))

د روان ۲۰۲۱کال د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه اسلام اباد هاي کورټ په يوې پریکړه کې ويلي ول چې نادارا اداره د شناختي کارډونو د ضبط کولو منسوخ کولو او بلاک کولو اختیار نه لري او دا يي د شهریت د قانون او انساني حقونو پرضد عمل بللی وو.

د اسلام اباد های کورټ چيف جسټس اطهر من الله په خپله پرېکړه کې د شناختي کارډ د ضبطولو، منسوخولو او بلاکولو اختیار د مجاز ادارو اختیار ګرځولی وو. دا چې دا مجاز ادارې کومې دي، په اړه يې له شمالي وزیرستان نه پارلیماني استازې محسن داوړ وايي چې د ده شناختي کارډ یو عدالت بلاک کړی دی.

((له ډېرو مودو نه زما شناختي کارډ بند دی، په کومه مقدمه کې چې دا مهال علي وزیر په زندان کې دی، هم په دغه مقدمه کې د کراچۍ يوه عدالت زه او منظور پښتین مفروران ګرځولي يو، نو زما شناختي کارډ د کراچۍ د یوه عدالت په حکم بند دی، ماته د خپل شناختي کارډ د بندېدو په اړه زما بېنک ويلي ول، او بیا چې کله ما د کورونا واکسین لګولی نو ماته وويل شول چې نادرا اداره زما د واکيسنو تفصیل نه قبلوي، خو د شناختي کارډ بنديدو له امله سخت مشکلات وي.))

د نړيوالو خبریالانو یوې غیر دولتي امریکايي ادارې کوډا سټوري د نومبر پر درېیمه په خپل يوه راپور کې ويلي چې د عدالتي حکم باوجود اوس هم د نادرا ادارې په زرګونو شناختي کارډونه بلاک کړي دي. د دغه راپور له مخې د بلاک شوو شناختي کارډونو ۶۳ فيصد وګړي پښتانه دي خو د نوومبر پر ۱۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د نادرا ادارې يوه چارواکي فایق علي دغه راپور رد کړ.

نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې د شناختي کارډ د بلاکېدو او خلاصېدو د طریقه کار په اړه وويل: ((د هغو کسانو شناختي کارډونه بلاکېږي چې له نادرا سره یې دستاويزي ثبوتونه نه وي یا يې شجره نسب نه وي، لکه د بېلګې په توګه يو کس دی، د هغه به نیکه وي، د مور به يې پلار وي، نيکه به يې وي نو که د کوم یو کس په شجره نسب کې د هغه او د پلار نه پس د نيکه په اړه رابطه ماته شي او یا يې ذکر نه وي او یا يې له موږ سره نیکه رجسټر نه وي نو داسې کسان د مشکوکو کسانو په زمره کي راځي، په کومو کسانو چې د افغانانو شک دی هغوي ته موږ یو شرط ايښودې دې چې د ۱۹۷۸م کال نه مخکې څه سرکاري دستاویز یا ثبوت وړاندي کړي، دا دستاویز د ځمکې اسناد کيداۍ شي، زوړ شناختي کارډ هم قبلوو او په ۱۹۷۳ز کال کې چې حکومت کورنیو ته کوم راشن کارډ جاري کړي وو هغه هم قابل قبول دی.))

د نادرا چارواکي فایق علي د مشال راډيو د تکراري پوښتنو باوجود د بلاک شوو شناختي کارډونو تازه شمېره و نه ښوده، او دا دعوه يې وکړه چې دا مهال څومره هم شناختي کارډونه ضبط شوي، منسوخ شوي او یا بلاک شوي دي دغه ټولې کړنې په عدالتي حکم شوي دي، خو مشال راډيو ته یوشمیر کسانو د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې د هغوی شناختي کارډونه له تېرو پنځو کلونو نه بې له څه عدالتي حکم بلاک دي.

XS
SM
MD
LG