د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرامشا کې وسلوال برید ۲ پوځیان وژلي دي

په شمالي وزیرستان کې یو پوځي سرتېری د غونډۍ پر سر پهره ورکوي - انځور له ارشیفه.
په شمالي وزیرستان کې یو پوځي سرتېری د غونډۍ پر سر پهره ورکوي - انځور له ارشیفه.

پولیس او استخباراتي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د ضلعي انتظامیې پر دفترونو د توغندي په برید کې دوه پوځیان وژل شوي دي.

د پولیسو او استخباراتي ادارې دوو چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر پینځمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو د روانې میاشتې پر څلورمه شپې مهال د ماچس له غره څخه توغندی وویشت چې په چاوڼۍ کې د انتظامیې پر دفترونو ولګېد او هلته یې په دنده بوخت سرتېري ووژل.

دوی زیاتوي چې په حمله کې د دفترونو ودانۍ ته هم زیان اوښتی دی.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او خپلو مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG