د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد پوليس ځواک د ۱۴ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده

پولیسو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د مشکوکو وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. انځور له ارشيفه
پولیسو د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د مشکوکو وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. انځور له ارشيفه

په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد پولیس ځواک (سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې د هغې صوبې په کوټه او بارکان سيمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۴ مشکوک وسلوال وژلي دي.

کاونټر ټېرريزم ډيپارټمېنټ (سي ټي ډي) د فبرورۍ پر ۱۸مه د مشال راډیو په ګډون ګڼو رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې ده چې د فبرورۍ پر ۱۷مه یې د کوټې په درخشان سیمه کې د کاروايي پر مهال اته وسلوال وژلي دي.

د بیان ترمخې، په هغه پېښه کې درې امنیتي سرتېري هم ژوبل شوي دي.

بیان دعوه کوي چې په بارکان کې یې هم د عملیاتو پر مهال شپږ مشکوکه وسلوال وژلي دي.

پولیسو دا نه دې ويلي چې وژل شوي کسان څوک ول او نه یې هم د ثبوت په توګه د هغوی مړي یا انځورونه له رسنیو سره شریک کړي دي.

مشال راډیو د پولیسو دا دعوې نه شي تصدیقولای.

کومې وسلوالې ډلې هم د سي ټي ډي د دعوو په اړه لا څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم سي ټي ډي د بلوچستان په ځینو سيمو کې د ځينو کسانو د وژلو دعوې کړې وې او هغوی یې مشکوک ترهګر بللي ول خو وروسته پر ځینو پېښو سياسي ګوندونو او د بشري حقونو فعالانو نيوکې وکړې او تورونه یې پورې کړل چې وژل شوي کسان "بې ګناه" ول او پرضد یې مظاهرې او پرلتونه وهلي ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG