د بلوچستان په دوو ضلعو کې وسلوالو د تعمیراتي شرکتونو ۱۴ کارکوونکي تښتولي دي او پوځ په پښین کې د پینځو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
په خضدار ضلع کې یو لوړپوړي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر ۲۳مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ په ګاډو او موټرسایکلو سپاره شاوخوا ۲۰ وسلوال ورغلل او مزدوران یې وتښتول.
دی وايي، هغه کسان د یوې تعمیراتي کمپنۍ غړي دي چې د اوبو ویالې جوړولو پر حکومتي پروژه یې کار کاوه.
د پولیسو یو افسر د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ته ویلي چې وسلوال د کمپنۍ کیمپ ته ننوتي او د پروژې مدیر په ګډون یې ۱۱ کارکوونکي تښتولي دي.
په همدې حال کې د بارکان ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) عبدالله کوسه ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې هلته وسلوالو د فبرورۍ پر ۲۲مه د کرش مشینونو درې کارکوونکي تښتولي دي.
د دواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.
اخوا د پاکستان پوځ وايي چې د اتوار پر ورځ یې د صوبې په پښتون مېشته ضلع پښین کې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر ۲۳مه پر ووبپاڼه په بیان کې لیکلي چې سرتېرو په سیمه کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" عملیات کول چې له وسلوالو سره یې نښته وشوه.
بیان وايي، د نښتې پر مهال یو وسلوال ځانمرګی برید وکړ او څلور د سرتېرو په ډزو کې ووژل شول.
پوځ وژل شوي کسان د "هند لاسپوڅي" او د "فتنه الخوارج" په نوم یاد کړي دي او زیاتوي چې هغوی په سیمه کې په ګڼو ترهګرو فعالیتونو کې ککړ" ول.
پوځ دا اصطلاحات عموماً د بېلتونپالې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې)، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او حافظ ګل بهادر ډلې په ګډون د هغو وسلوالو ډلو لپاره کاروي چې په پاکستان کې حملې کوي.
هند عموماً د پاکستان د پوځ دې دعوو ته غبرګون نه ښيي خو د جنورۍ په پای کې یې په بلوچستان کې تر لویو حملو وروسته د اسلام اباد دا تور "بې اساسه" بللی وو او ویلي یې ول چې پاکستان "اکثر له خپلو داخلي ناکامیو څخه د توجه اړولو" لپاره دا ډول تورونه پورې کوي.
په بلوچستان کې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې هلته له څه باندې څلورو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او پوځ، امنیتي ځواکونه او پولیس هم وايي چې د وسلوالو ضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی او پکې وخت په وخت د هغوی د وژنې دعوې کوي.
د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر ۳۱مه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچستان لېبریشن ارمي (بي اېل اې) د هغې صوبې د سرښار کوټې په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې حملې وکړې او پکې یې د پاکستان "۸۴ امنیتي سرتېرو د وژنې" دعوه کړې وه.
تر دې دوه ورځې مخکې د پاکستان پوځ په پنجګور او هرنايي کې د عملیاتو پر مهال د لسګونه مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر پینځمه په بیان کې دعوه کړې وه د جنورۍ له ۲۹مې راهیسې یې په بلوچستان کې په بریدونو، له وسلوالو سره په نښتو او عملیاتو کې "۲۲ امنیتي سرتېري" او د ښځو او ماشومانو په ګډون "۳۶ ولسي وګړي" وژل شوي دي.
په بیان کې وړاندې راغلي ول چې په عملیاتو او د جنورۍ پر ۳۱مه د وسلوالو د حملو پر مهال په نښتو او بیا د صوبې په "ګڼو برخو" کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" په عملیاتو کې ټول "۲۱۶" مشکوک وسلوال وژل شوي ول.
مشال رېډیو په خپلواکه توګه د پوځ او بلوڅ بېلتونپالو دعوې او ورکړي ارقام نه شي تاییدولای.