د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو او سیاستوالانو پر سر نغدې جایزې اعلان کړې دي

د پاکستان پوځ سرتېري په کوټه کې تر برید وروسته د پېښې په ځای کې ولاړ دي - د جنورۍ ۳۱مې انځور.
د پاکستان پوځ سرتېري په کوټه کې تر برید وروسته د پېښې په ځای کې ولاړ دي - د جنورۍ ۳۱مې انځور.

د بلوچستان حکومت د لسګونه "مطلوبو کسانو" په اړه د کره معلوماتو ورکولو پر سر انعام اعلان کړی دی.

حکومت د فبرورۍ پر ۱۰مه د "۳۹ مطلوبو؛ کسانو یو نوملړ خپور کړی او ادعا یې کړې چې هغوی په "ترهګرۍ کې لاس" لري.

په نوملړ کې د ځینو کسانو پر سر د څو لکو او د ځینو پر سر د لسګونه مېلیونه یا څو کروړه روپیو جایزه اعلان شوې ده.

په حکومتي لېسټ کې د بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو غړي او قوماندانان شامل دي. له دې پرته پکې په اروپا کې مېشت بېلتونپالي سیاستوالان براهمداغ بګټي، حربیار مري او شيرمحمد بګټي هم شامل دي.

بلوڅ بېلتونپالو ډلو او هغو سیاستوالانو لا د حکومتي لېسټ خپرېدو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څلورو کلونو کې په صوبه کې د هغو وسلوالو بریدونه زیات او خونړي شوي چې وايي "بلوچستان ازادول" غواړي.

د پاکستان پوځ د هغو وسلوالو د ځپلو لپاره په بېلابېلو سیمو کې له کلونو راهیسې عمليات کوي چې په وروستیو کې زیات شوي دي.

د بلوچستان حکومت دا اعلان پر داسې مهال کړی چې د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر ۳۱مه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچستان لېبریشن ارمي (بي اېل اې) د هغې صوبې د سرښار کوټې په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې حملې وکړې او پکې یې د پاکستان "۸۴ امنیتي سرتېرو د وژنې" دعوه کړې وه.

تر دې دوه ورځې مخکې د پاکستان پوځ په پنجګور او هرنايي کې د عملیاتو پر مهال د لسګونه مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر پینځمه په بیان کې دعوه کړې وه د جنورۍ له ۲۹مې راهیسې یې په بلوچستان کې په بریدونو، له وسلوالو سره په نښتو او عملیاتو کې "۲۲ امنیتي سرتېري" او د ښځو او ماشومانو په ګډون "۳۶ ولسي وګړي" وژل شوي دي.

په بیان کې وړاندې راغلي ول چې په عملیاتو او د جنورۍ پر ۳۱مه د وسلوالو د حملو پر مهال په نښتو او بیا د صوبې په "ګڼو برخو" کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" په عملیاتو کې ټول "۲۱۶" مشکوک وسلوال وژل شوي ول.

مشال رېډیو په خپلواکه توګه د پوځ او بلوڅ بېلتونپالو دعوې او ورکړي ارقام نه شي تاییدولای.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG