د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر اوسېدونکي د نادرا دفترونو زیاتولو غوښتنه کوي


په ټانک کې یوشمېر کسان د نادرا دفتر مخې ته په قطار کې ولاړ دي ــ انځور له ارشيفه
په ټانک کې یوشمېر کسان د نادرا دفتر مخې ته په قطار کې ولاړ دي ــ انځور له ارشيفه

د خیبر ضلعې اوسېدونکي وايي، د پاکستان د نفوسو او نورو اسنادو د ثبت په ادارې (نادرا) کې د شناختي کارډ، فارم (ب) او د کورنیو د ثبت د سند د جوړولو پر مهال له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د لواړګي (لنډي کوتل) یو فعال اسرار احمد د نومبر په ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، د نادرا په مرکزونو کې د عملې کمی دی چې له وجې یې د خلکو کارونه پر خپل وخت نه ترسره کېږي. "د لنډي کوتل تحصیل په ودانۍ کې د نادرا دفتر په یو ورکوټي ځای کې جوړ شوی دی چې عمله هم پکې کمه ده نو له دې وجې خلک ورته له سهاره تر ماښامه په قطارونو کې ولاړ وي. په کار ده چې وداني پراخه او کاونټرونه یې زیات شي چې د خلکو کارونه پر وخت ترسره شي."

نوموړی داراز غوښتنه کوي چې د نادرا د ګرځنده خدماتو ګاډي (نادرا موبایل وین) دې هم کلیو او بانډو ته ولېږدول شي چې پر وخت د خلکو اسناد تیار کړي.

د لواړګي یو بل اوسېدونکي شاهد خان هم مشال راډیو ته ورته ستونزه یاده کړه او و یې ویل چې خلک هره ورځ د خیبر ضلعې له لیرې پرتو سیمو څخه سهار وختي د نادرا دفتر ته ځانونه رسوي خو تر ماښامه یې کارونه نه ختمېږي. "له بازار زخه خېلو، کم شلمان او لوی شلمانه خلک د سهار په شپږو بجو ځانونه د لنډي کوتل نادرا دفتر ته رسوي، هغوی ټوله ورځ تېره کړي خو د کاغذي کاروایۍ د نه مکملېدو له وجې ماښام مایوسه ستانه شي."

د اسرار احمد او شاهد خان په شان د خیبر ضلعې نور اوسېدونکي هم شکایت کوي چې د نادرا په دفتر کې یې کارونه ځنډېدلي دي او حکومت ته په کار دي چې د هغوی د ستونزو د هواري لپاره لاس په کار شي.

د خیبر ضلعې اوسېدونکي دا هم وايي چې په تېرو حکومتونو کې وخت په وخت اعلانونه شوي ول چې په هغه ضلع کې به د نادرا یو لوی دفتر پرانیزي خو دا کار هم لا نه دی شوی.

په پېښور کې د نادرا په سیمه ییز دفتر ( ریجنل هېډکوارټر) کې د خیبر ضلعې چارو مسوول سراج خان د نومبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، هغوی د ضرورت پر اساس د خیبر ضلعې لیرې پرتو کلیو ته د ګرځنده خدماتو ګاډي استوي.

نوموړی وايي که د هغو سیمو انتظامي چارواکي او د یونین کونسل مشران ورته درخواست وکړي نو کولای شي چې نور ګاډي هم ورواستوي.

د روان (۲۰۲۳ز) کال د فبرورۍ پر ۱۴مه نادرا ویلي ول چې د خیبر ليرې پرتو سیمو ته د خدماتو رسولو لپاره ګرځنده ډلې لېږدوي.

د هغوی په وینا، په هغو ځانګړو بسونو کې به د نادرا عمله موجوده وي او خلکو ته به کور په کور د شناختي کارډونو جوړولو اسانتيا ورکوي.

د پاکستان په ليري پرتو سيمو کې ګڼې ښځې شناختي کارډونه نه لري چې له کبله يې په انتخاباتو کې د رايې ورکولو له حقه محرومې پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG