د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوکيخېلو د خپلو غوښتنو لپاره پرلت ته دوام ورکړی


د پرلت یو ګډونوال او قبایلي مشر ملک نصیر کوکي خېل وویل، شپږ کاله وړاندې پوځ ورته په خپله ویلي وو چې راجګال سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.
د پرلت یو ګډونوال او قبایلي مشر ملک نصیر کوکي خېل وویل، شپږ کاله وړاندې پوځ ورته په خپله ویلي وو چې راجګال سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.

د خیبر قبایلي ضلعې په جمرود کې د کوکي خېلو مشرانو د خپلو غوښتنو لپاره له تېرو ۲۵ ورځو پرلت ته دوام ورکړی دی.

په دې پرلت کې شریکو مشرانو د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې دوی دا پرلت د دې لپاره وهلی دی چې حکومت یې درې غوښتنې پوره کړي.

د پرلت یو ګډونوال او قبایلي مشر ملک نصیر کوکي خېل وویل، شپږ کاله وړاندې پوځ ورته په خپله ویلي وو چې راجګال سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.

خو د ده په وینا، اوس هم دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې دا کډوال خپلو سیمو ته ستانه شي.

نوموړي د خپلو غوښتنو په اړه مشال راډیو ته وویل، " د تیرا راجګال کډوالو ستنیدو عمل دې پیل شي،‌ له پیښور سره په ریګي للمه کې دې له تعمیراتي کارونو ډډه وشي او د شپږو ساعتو د بجلۍ ورکړې ژمنه دې پوره کړل شي."

د تیرا راجګال یو کډوال اسرار اپرېدي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی په جمرود کې له کړاونو ډک ژوند تیروي.

ده وویل، "تیرا ډيره ښکلې سیمه ده، هلته زموږ په معدنیاتو او ځنګلاتو باندې خلکو قبضې وکړې، پکار ده موږ په عزت ستانه کړي چې د خپلو ځنګلونو حفاظت وکړو، شاړ شوي پټي اباد کړو او ویجاړ شوي کورونه ورغوو."

د خیبر پښتونوخوا د نګران حکومت د ریلیف او بیا بحالۍ وزیر تاج محمد اپرېدي د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته ویلي چې د ناامنۍ د پیښو رامنځ ته کیدو له امله له ای جي ایف سي او د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام له صوبایي ادارې سره د دوی ملاقاتونه ځنډېدلي او زر به په دې لړ کې بیا رابطې وکړي.

د خیبر ضلعې له تیرا راجګاله په ۲۰۱۳م کال کې د ځايي‌ خلکو د یو اندازۍ مطابق ۲۰ زره کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې له خپلوانو سره دېره شوې وې.

په دې کې شاوخوا پینځه زره کورنۍ د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې ستنې شوې وې خو له هغه وروسته د دوي د ستنولو د لړۍ دویم پړاو د ځنډ ښکار دی.

د جمرود د کوکي خېلو مشران ادعا کوي چې د پيښور ریګي للمې ماډل ټاون استوګن ځای کې د دوی ځمکې لاندې کړل شوې دي. دوی غوښتنه کوي چې پر هغه سیمه دې له کار کولو ډډه وشي.

خو د پیښور د پرمختیا ادارې په دې اړه په خپل دریځ کې ویلي چې دوي له خپله بریده بهر نه دي وتلي او پر دې په عدالتونو کې کیسونه روان دي.

د تیرا راجګل سیمه د جمرود له بازاره شاوخوا ۹۰ کېلومیټره لیرې غرییزه او له ځنګلونو ډکه سیمه ده چې له یوې خوا د افغانستان له ننګرهار ولایت او له نورو خواوو له تیرا میدان، اورکزیو او کورمې سره پولې لري.

د راجګل اوسېدونکو په تېرو کلونو کې په بیا بیا له حکومته غوښتنه کړې ده چې خپلو کلیو ته دې یې ستانه کړي. دوی په ۲۰۲۰ز کال کې په جمرود کې ۱۰۰ ورځې احتجاجي پرلت هم وهلی وو.

البته انتظامي چارواکو په تېرو کلونو کې یوشمېر ځلې د کډوالو د ستنولو ژمنې کړې دي خو دا کار د بېلابېلو وجوهاتو له وجې ځنډېدلی دی.

XS
SM
MD
LG