د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، د پولیسو ځانګړي ځواک سرتېرو ته یې د چینایۍ ژبې ورزده کولو پرېکړه کړې ده.
پولیسو د فبرورۍ پر ۱۰مه په بیان کې ویلي چې د دې لپاره یې د اسلام اباد د عصري ژبو له ملي پوهنتون (نیشنل یونیورسټي اف ماډرن لینګوېجز یا نمل) سره موافقه لاسلیک کړې ده.
په خبرپاڼه کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر ذوالفقار حمید په حواله راغلي دي چې د چينايۍ ژبې په زده کولو به یې سرتېري په صوبه کې د مېشتو چینایانو پر اړتیاوو او ستونزو په ښه توګه پوه او ورته به پر وخت اسانتیاوې برابرې کړای شي.
په خبرپاڼه کې هيله ښوول شوې چې له دې سره به د چينايي وګړو د امنيت لپاره د ګومارل شویو سرتېرو د مکالمې کولو وړتيا زیاته شي او په صوبه کې به پر بېلابېلو پروژو له کارکوونکو چینایانو سره د هغوی اړیکې او امنیت ښه شي.
پولیسو دا اقدام پر داسې مهال کړی دی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تېره میاشت په بیجنګ کې د چین د عامه امنیت له وزیر وانګ ژانګ هونګ سره د لیدو پر مهال وویل چې د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره په اسلام اباد کې یو ځانګړی مرکز جوړوي.
د کورنیو چارو وزارت د جنورۍ پر اوومه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي ول چې دواړه چارواکي د "ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو" لپاره د یوې داسې کړنلارې پر جوړولو سلا شول چې پکې د دواړو هېوادونو د پولیسو روزنه هم شامله ده.
له تېرې یوې لسیزې راهیسې ګڼ چینايي وګړي د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپیک) پر پروژو د کار لپاره په پاکستان کې مېشت دي.
له هم هغه وخت راهیسې په بلوچستان، د سیند په کراچۍ او د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې پر چینایانو یوشمېر حملې شوې دي چې په غبرګون کې یې بیجنګ په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو وګړو د خوندیتوب او ورباندې په حملو کې د ککړو کسانو د نیولو او سزا کولو غوښتنې کړې دي.
د پاکستان حکومت هم ټینګار کوي چې د چینايي پروژو او وګړو امنیت ته ژمن دی او د دې لپاره یې زرګونه ځانګړي سرتېري ځای پر ځای کړي دي.