د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره په اسلام اباد کې یو ځانګړی مرکز جوړوي.
د کورنیو چارو وزارت د جنورۍ پر اوومه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې محسن نقوي دا څرګندونې په بیجنګ کې د چین د عامه امنیت له وزیر وانګ ژانګ هونګ سره د لیدو پر مهال کړې دي.
بیان وايي، دواړه چارواکي پر دې هم سلا شوي دي چې د "ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو" لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي چې پکې د دواړو هېوادونو د پولیسو روزنه هم شامله ده.
له تېرې یوې لسیزې راهیسې ګڼ چینايي وګړي د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپیک) پر پروژو د کار لپاره په پاکستان کې مېشت دي.
له هم هغه وخت راهیسې په بلوچستان، د سیند په کراچۍ او د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې پر چینایانو یوشمېر حملې شوې دي چې په غبرګون کې یې بیجنګ په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو وګړو د خوندیتوب او ورباندې په حملو کې د ککړو کسانو د نیولو او سزا کولو غوښتنې کړې دي.
د پاکستان حکومت هم ټینګار کوي چې د چینايي پروژو او وګړو امنیت ته ژمن دی.
د سیپیک پروژې رسماً د ۲۰۱۵ز کال په اپرېل میاشت کې پیل شوې وې. د هغو پروژو موافقه د چین ولسمشر شي جېنپېنګ او د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم میا محمد نواز شریف په اسلام اباد کې لاسلیک کړې وه.
هغه پروژې په اصل کې د چین د "یو کمربند، یوه لار" نوښت برخه دي چې هدف یې د اسیا، اروپا، او افریقا ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو وده ده. سیپیک د چین د شېنجيانګ (سېنکیانګ) ولایت له کاشغر ښار څخه د پاکستان تر ګوادر بندره پورې ۳،۰۰۰ کېلومیټره اوږد دهلېز دی، چې د سړکونو، اورګاډي پټلۍ، او انرژۍ پروژو پراختیا پکې شامله ده.
په سیند او بلوچستان کې پر چینایانو د زیاتره حملو ذمه واري له پاکستانه ازادي غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې ده.
بلوڅ ملتپالان اندېښمن دي چې هغه پروژې د ځایي خلکو ګټې نه خوندي کوي. ځینې سیاسي ګوندونه هم د پروژو د شفافیت په اړه پوښتنې پورته کوي.
په نړیواله کچه هند د سیپیک پر هغو پروژو انتقاد کوي چې په لانجمنه سیمه کشمیر کې عملي کېږي.