د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي له افغانستان سره یې ډېپلوماټیک چینلونه فعال دي


د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه.

پاکستان وايي، له افغانستان سره يې سفارتي یا ډېپلوماټیک چینلونه فعال دي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمينځ اړیکې دوام لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر حسین اندرابي د جنورۍ پر اتمه په اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې ته په وینا کې وويل چې په وروستيو کې د اسلام اباد او کابل ترمينځ اړيکې "د ترهګرۍ د ستونزې له امله تر فشار لاندې" راغلې دي.

هغه وویل، د "ترهګرۍ د مسلې هوارول" به په دوه اړخیزو اړیکو کې "پام وړ پرمختګ" ته لاره هواره کړي، ځکه چې پاکستان او افغانستان "نورې لويې دوه اړخیزې شخړې نه لري."

اندرابي دعوه وکړه چې له افغانستانه د ترهګرۍ پېښې د پاکستان لومړنۍ اندېښنه ده. "زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي."

نوموړي زياته کړه چې اسلام اباد په دې اړه د طالبانو له حکومته "لیکلي، د تایید وړ او ځانګړي ډاډ" ته اړتیا لري.

په افغانستان د طالبانو حکومت لا د اندرابي تازه څرګندونو ته ځواب نه دی ويلی خو تر دې وړاندې يې تل دا ډول دعوې رد کړې دي.

د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي چې اسلام اباد ته یې ډاډ ورکړی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت داراز ادعا کوي چې وسلوالو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او زیاتوي چې ناامني د پاکستان داخلي مسله ده چې باید یې خپله هواره کړي.

له دې پرته د طالبانو د حکومت د عالمانو شورا په ډېسېمبر کې د یوې ناستې په پای کې په پرېکړه لیک کې ویلي ول چې "هېڅ افغان" له هېواده بهر په پوځي یا وسلوالو فعالیتونو کې د ګډون لپاره د تګ اجازه نه لري.

په کابل کې سلګونه دیني عالمانو په پرېکړه لیک کې ټینګار کړی وو د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزداه "هېڅ افغان ته اجازه نه ده" ورکړې چې "بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ولاړ شي، نو که څوک تخلف کوي، دا تګ یې جایز نه دی."

اسلام اباد هغه مهال د پرېکړه لیک هرکلی کړی وو خو ویلي یې ول چې دا ډول ژمنې پخوا نه دي عملي شوې.

د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ترمینځ تعلقات په تېرو کلونو کې خراب شوي دي.

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې وه. تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت او د ولسي وګړو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوې.

له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو څو ځلې مذاکرات وکړل چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG