د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا حکومت د تګ راتګ لپاره د زانګوګانو پر کارولو بندیز لګولی دی


د خیبر پښتونخوا په ځینو غرییزو سیمو کې خلک د تګ راتګ لپاره زانګوګانې کاروي - د اګست ۲۴مې انځور.
د خیبر پښتونخوا په ځینو غرییزو سیمو کې خلک د تګ راتګ لپاره زانګوګانې کاروي - د اګست ۲۴مې انځور.

د خيبرپښتونخوا حکومت په ټولو ضلعو کې د تګ راتګ لپاره پر استعمالېدونکو زانګوګانو (چېیر لېفټس) بندیز لګولی دی.

حکومت دا ګام تر هغې وروسته اخیستی چې د خیبر پښتونخوا د بټګرام ضلعې په الايي سیمه کې د اګست د ۲۲مې پر سهار اووه ماشومان او د هغوی یو ښوونکی د زانګو د یو مزي پرې کېدو له کبله پکې بند پاتې شول.

دوی د سیند له پاسه په زانګو کې سکول ته د تګ لپاره د غره له یوې څخه بلې غاړې ته اوښتل. ژغورونکو هغه کسان تر ۱۵ ساعتونو هڅو وروسته ماخوستن مهال وایستل.

چارواکي وایي، د ټولو زانګوګانو د خوندیتوب تر جاج اخیستنې ورباندې بندیز لګولی دی.

بل لوري ته په زانګوګانو کې تګ راتګ کوونکي وایي چې حکومت ورته سړکونه او پلونه نه دي جوړ کړي نو ځکه مجبور دي چې د زانګوګانو له لارې له یو ځایه بل ته لاړ شي.

د خیبر پښتونخوا په هزاره، ملاکنډ، سوات، شانګله، دیر او چترال ضلعو کې داسې یوشمېر ځایونه دي چې خلک پکې د مزو او پړو له لارې چلېدونکې زانګوګانې کاروي.

یو چارواکی پر زانګو د کار بندولو کاغذ لګوي - د اګست ۲۴مې انځور.
یو چارواکی پر زانګو د کار بندولو کاغذ لګوي - د اګست ۲۴مې انځور.

د شانګلې د شنګ کلي او بټګرام کنډوني کلي خلګو د خپلمینځي تګ راتګ لپاره زانګو کاروله خو د صوبایي حکومت تر پرېکړې وروسته هغه هم بنده شوې ده.

د سیمې خلک وایي، د کلي خلکو هغه زانګو په شریکو پیسو جوړه کړې وه.

ځایي استوګن ګلزار وایي، حکومتي اقدام له ستونزو سره مخامخ کړي دي. دی وايي، دا ځکه چې د مریضانو او خلکو د لېږد تر څنګ یې د تګ راتګ ټول دارومدار په هغو زانګوګانو دی. "ماشومان سکولونو ته هم پر دې لار ځي. اوس حکومت دا وتړله، زموږ غږ څوک نه اوري. [حکومت د متبادلې] لارې جوړولو بندوبست نه کوي، د سمولو کار نه کوي خو د بندولو کوي.''

ژغورونکو د بټګرام له زانګو څخه ټول کسان ایستلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

له تړل شوې زانګو سره ولاړ یو کس خانزاده مشال راډيو ته وویل، سهار هم په هغه زانګو کې د اباسین په بله غاړه کې له خپل کلي څخه شانګلې ته تللی وو خو چې ستنېده نو زانګو تړل شوې وه. "زموږ زانګو یې وتړله خو بله څه لار یې را و نه ښووله. هاغه غاړې ته خوړ دی. د بارانونو ورځې دي چې کله په خوړ کې اوبه زیاتې شي نو موږ خپلې زنانه او مریضان پورې، راپورې نه شو [لېږدولی]. که زانګو نه وي موږ به پینځه کېلومیټره کونجي کلي ته ځو او بیا اته کېلومیټره کنډولي کلي ته ځو. له هغه ځایه زموږ کلي ته شپږ کېلومیټره نوره لار ده. دا موږ ته ډېره ګرانه ده، خو څوک مو فرياد نه اوري."

حکومت د شانګلې په بشام تحصیل کې پینځه زانګوګانې تړلي او د نور پر ضد هم اقدامات کوي.

د شانګلې انتظامي مشر عدنان خان مشال راډیو ته وویل چې د صوبايي حکومت په امر یې زانګوګانې بندې کړي. "د صوبې د چيف سېکرټري واضح هدايات دي چې تاسو ولاړ شئ او د هغو ځایونو جاج واخلئ او وګورئ چې [زانګوګانې] په کوم حالت کې دي او څومره خطرناکې دي.''

موږ چې له نوموړي وپوښتل چې پر زانګوګانو د بندیز له کبله د خلکو د مشکلاتو هواري لپاره څه کوي، نو هغه وویل چې له لوړپوړو چارواکو څخه په اړینو ځایونو کې د سړکونو او پلونو جوړولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG