د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په بټګرام کې د ژغورنې عملیاتو کې ځیني ماشومان خوندي ویستلي


بټګرام کې د اګست پر ۲۲مه په برقي زانګو کې د بند پاتې ماشومانو د ژغورنې عملیات روان دي.
بټګرام کې د اګست پر ۲۲مه په برقي زانګو کې د بند پاتې ماشومانو د ژغورنې عملیات روان دي.

د پاکستان د پوځ ځانګړې ژغورونکې ډلې په بټګرام کې د سیند دپاسه زوړندې پاتې زانګو نه لږ تر لږه دوه ماشومان په ځانګړو ژغورونکو عملیاتو کې ژغورلې دي.

چارواکي وايي، هڅه کوي چې بند پاتې ټول ماشومان او د هغوی ښوونکی خوندي راکوز کړي.

د هزارې د پولیسو مشر ډي اې جي طاهر ایوب رسنیو ته ویلي چې ژغورل شوي دوه ماشومان د نهم صنف زده کوونکي دي او خوندي ځای ته رسول شوي دي. نوموړی وايي، عملیات روان دي چې پکې د پاکستان د پوځ څلور چورلکې هم برخه اخلي.

د خیبر پښتونخوا د بټګرام ضلعې په الايي سیمه کې د اګست د ۲۲مې په سهار اووه ماشومان او د هغوی یو ښوونکی په دغه هوايي زانګو کې وروسته له هغې بند پاتې شول چې د زانګو له دوو کېبلونو څخه یې یو وشکېدلو. دوی د سیند د پاسه په دغه زانګو کې سکول ته د تلو لپاره د غره له یوې، بلې غاړې ته اوښتل.

د سیمې یو سیاسي فعال نعیم شاهین د اګست پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې په دغه سیمه کې سړکونه خراب دي نو ځکه خلک د تګ راتګ لپاره د هوایي ځانګو یا چیېر لفټ استعمال کوي او دغه ماشومان هم په بل کلي کې سکول ته روان ول.

بلخوا ځینو پاکستانیو رسنیو معلومات خپاره کړي چې دغه ماشومان له تېرو څو ساعتونو راهيسې تر ۱،۵۰۰ فټه زياتې لوړوالي کې بند پاتې دي خو د یوې چورلکې په مرسته ورته خوراک رسول شوی او د ژغورنې عملیات یې روان دي. د ژغورنې په دغو عملیاتو کې د پاکستان ځانګړي کمانډو ځواک سرتېري برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG