د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرک اوسېدونکي وايي حکومت یې تر باران او طوفان وروسته پوښتنه نه ده کړې


د جون پر ۱۰مه د باران او طوفان له امله ګڼ خلک د بنو هسپتال مخې ته ولاړ دي او د ژوبلو د درملنې انتظار کوي.
د جون پر ۱۰مه د باران او طوفان له امله ګڼ خلک د بنو هسپتال مخې ته ولاړ دي او د ژوبلو د درملنې انتظار کوي.

د خېبر پښتونخوا کرک ضلعې مشران وایي، په وروستي باران او طوفان کې د سیمې اوسېدونکو ته مالي او ځاني تاوانونه رسېدلي خو حکومتي چارواکو یې پوښتنه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د صوبې مشر یا چیف سېکرټر د جون پر ۱۱مه د باران او طوفان پر مهال د اوښتي زیان جاج اخیستو لپاره بنو او لکي مروت ته تللی وو.

د جون پر ۱۰مه، بارانونو او طوفان په کرک، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې ۲۷ کسان ووژل او ۱۴۶ یې ژوبل کړل. بارانونو او سیلۍ تر ۶۰ زیاتې ودانې هم زیانمنې کړې.

د کرک د کلیوالې شورا (وېلېج کونسل) مشر حافظ محمد معروف د جون پر ۱۱ مه مشال راډيو ته وویل، باران کرک ضلع هم ځپلې نو ځکه باید چیف سېکرټر هلته هم ورغلی وی او د خلکو لاسنیوی یې کړی وی.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) په وینا، د جون پر ۱۰مه ورښتونو او تېزې سیلۍ تر ټولو زیات زیان په بنو کې اړولی خو په کرک، ډېره اسماعیل خان، او لکي مروتو کې یې هم ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

ادارې ویلي ول چې له ټولو اغېزمنو سره مرسته کوي او حکومت د ټولو متاثره کورنیو د بیړني امداد لپاره څلور کروړه روپۍ جاري کړې دي.

په کرک کې د عوامي نیشنل ګوند د اطلاعاتو سېکرتر عبدالرحمان وایي، په لنډمهالي حکومت کې د تعليمي چارو سلاکار رحمت سلام خټک د کرک دی او په کار ده چې په ضلع کې د رسېدلو زیانونو په اړه هغه او یا د حکومت نور چارواکي د اغېزمنو کورنیو پوښتنې ته ورغلي وای.

د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي حکومت چارواکي رحمت سلام خټک د جون پر ۱۱مه مشال راډيو ته وویل، په بنو کې زخميان په هسپتالونو کې پراته دي نو ځکه چيف سېکرټر هلته ورغی. هغه وویل، حکومت د کرک خلکو له ځاني او مالي زیانه خبر دی او د بنو او لکي مروت خلکو په څېر به له هغوی سره هم مرسته کوي.

د ۲۰۲۳ز کال د پسرلي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې بارانونو او سېلابونو د مرګژوبلې تر څنګ ودانیو، بېخبنا او فصلونو ته زیان اړولی دی.

د مې په پیل کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ږلۍ او سختو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې اته تنه ووژل شول او کورونو او فصلونو ته زیانونه واوښتل.

تر دې مخکې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې د ورښتونو او سېلابونو له کبله په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لکونه خلک بېکوره شوي ول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون پرې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال د نومبر له شپږمې څخه تر اتمې نېټې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه شوې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هغې غونډې ته په وینا کې ويلي ول چې د سېلابونو له وجې يې هېواد ته تر ۳۰ اربه ډالرو زيات زیان رسېدلی وو.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG