د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د اور لګېدنې په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي دي


د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي د ډېسېمبر پر شپږمه په عایشه منزل سوداګریز مرکز کې د اور وژنې هڅه کوي.
د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي د ډېسېمبر پر شپږمه په عایشه منزل سوداګریز مرکز کې د اور وژنې هڅه کوي.

د پاکستان د سیند صوبې د مرکز کراچۍ په یو سوداګریز (شاپنګ) مارکېټ کې د اور لګېدنې په پېښه کې پینځه تنه وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د ښار د عباسي شهید روغتون مشر ډاکتر عابد افضال د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، په عایشه منزل سوداګریز مرکز کې یې له وژل شویو څخه د څلورو پېژندګلوي کړې ده او د پینځم تن د شناخت عمل روان دی.

د ژغورنې ادارې او حکومتي چارواکو په وینا، اور د ډېسېمبر پر شپږمه مازیګر پینځه بجې ولګېد چې درې ساعته وروسته یې وواژه او د پېښې د لامل معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

د کراچۍ ښاروال مرتضا وهاب د ډېسېمبر پر شپږمه هغه سوداګریز مرکز ته ورغی او خبریالانو ته یې وویل چې مرستندویه کارکوونکو ګڼ خلک ژغورلي دي.

دی وايي، اور په دوکانونو کې ولګېد چې لږ ساعت وروسته تر نېږدې اپارتمانونو خپور شو.

د وهاب په وینا، په پېښه کې ځینې کورونه او تر ۲۰ زیات دوکانونه سوځېدلي او ژوبل کسان د کراچۍ په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د کراچۍ ښاروال زیاته کړه چې تر پېښې وروسته یې سوداګریز مرکز د پلټنو لپاره تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۵مه هم پر راشد منهاس سړک په یو سوداګریز مرکز کې د اور لګېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۱ تنه ووژل او ۱۳ ژوبل شول.

چارواکو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د پېښې له ځایه یې ۴۲ تنه ژغورلي ول خو د اور لګېدنې لامل معلوم نه وو چې په اړه یې پلټنې دوام لري.

په کراچۍ کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت دا ډول پېښې شوې دي چې پکې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتې دي.

په ۲۰۱۲ز کال کې د کراچۍ په بلدیه ټاون کې د نساجۍ (رخت یا کپړو جوړولو) په یوه کارخانه کې د اور لګېدو یوه لویه پېښه شوې وه چې پکې لږترلږه ۲۷۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي ول. د هغې پېښې قضیه لا هم په سیند های کورټ کې روانه ده.

د روان کال د جولای پر ۱۲مه د پنجاب په سر ښار لاهور کې د اورلګېدو په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي ول. هغه مهال د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ چارواکو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي ول چې اور د برېښنا تارونو شارټ کېدو له کبله ولګېد چې پکې د ودانۍ درې پوړه وسوځېدل.

تر هغې وړاندې د روان کال د مارچ پر ۱۷مه د خیبر پښتونخوا په کوز کوهستان کې په یو کور کې د اور لګېدو له وجې ۱۰ کسان وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه د پوهانو په حواله لیکي چې په پاکستان کې هر کال د اور لګېدو په پېښو کې ۱۵،۰۰۰ خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي او د مېلیونونو روپیو مالي تاوان اړوي.

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د اور لګېدنې د پېښو په لاملونو کې د برېښنا تارونو شارټ کېدل، د ودانیو جوړولو پر مهال د قانون له مخې د احتیاطي تدابیرو نه عملي کول او په سوداګریزو مرکزونو او کورونو کې د اور لګېدنې مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو نه کول شامل دي.

XS
SM
MD
LG