د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې د اورلګېدنې پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۰ تنه وژل شوي دي


چارواکي وايي پېښه د جولای پر ۱۲مه نیمه شپه د لاهور په باټي ګېټ سیمه کې شوې ده - انځور له ارشیفه
چارواکي وايي پېښه د جولای پر ۱۲مه نیمه شپه د لاهور په باټي ګېټ سیمه کې شوې ده - انځور له ارشیفه

چارواکي وايي، د پنجاب په مرکز لاهور کې په یو کور کې د اور لګېدنې په پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د لاهور د پولیسو د عملياتي چارو مشر ناصر علي زیدي مشال راډیو ته وویل، پېښه د جولای پر ۱۲مه نیمه شپه د ښار په باټي ګېټ سیمه کې شوې ده.

اخوا د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ چارواکو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې اور د برېښنا تارونو شارټ کېدو له کبله ولګېد چې پکې د ودانۍ درې پوړه وسوځېدل.

د رېسکیو ۱۱۲۲ ادارې په وینا، د کور اوسېدونکو ځانونه په یوه خونه کې بند کړي ول خو و نه ژغورل شول.

چارواکي وايي، د کور مشر ظهیر الدین بابر د پېښې پر مهال په کور کې نه وو او یو زوی یې د ودانۍ له پورتني پوړه په ټوپ وهلو خپل ژوند ژغورلی دی.

د دوی په خبره، په اورلګېدنه کې د ظهیر الدین بابر ښځه، بچي او لمسي وژل شوي دي.

د پنجاب نګران اعلاوزیر پر پېښه د خپګان څرګندونه کړې ده او د لاهور انتظامي مشر ته یې د بشپړو پلټنو امر کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG