د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د اور لګېدو پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي


د چیپا امبولانس زخمیان او مړي روغتون ته لېږدوي: انځور نومبر ۲۵، کال ۲۰۲۳
د چیپا امبولانس زخمیان او مړي روغتون ته لېږدوي: انځور نومبر ۲۵، کال ۲۰۲۳

د پاکستان د سېند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کې د اور لګېدو له وجې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

په کراچۍ کې د اور وژنې د ادارې یو چارواکي افسر علي د نومبر په ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د اور لګېدو دا پېښه نن سهار وختي د راشد منهاس سړک په یو سوداګریز مرکز کې مخې ته راغلې ده چې پکې لږ تر لږه ۵۰ دوکانونه هم سوځېدلې دي. نوموړی وايي، اور د سوداګریز مرکز په شپږم پوړ کې لګېدلی وو چې وروسته تر څلورم پوړه پورې وغځېد.

د افسر علي په وینا د اور لګېدنې فوراً وروسته د اور وژنې ګاډي او نوره ژغورونکې عمله د پېښې ځای ته ورسېده، سوځېدلي کسان او د مړو جسدونه یې د کراچۍ جناح او عباسي روغتونونو ته ورسول او ۴۲ نور کسان یې خوندي وویستل.

په کراچۍ کې د اور وژنې د ادارې د چارواکي افسر علي په وینا د فایر برېګېډ عمله د اوو ګېنټو له کوششونو وروسته د اور په قابو کولو بریالۍ شوه خو د ژغورنې عملیات تر هغې وروسته هم روان وو.

د چارواکو په وینا تر دې مهاله د اور لګېدنې علت نه دی معلوم.

په کراچۍ کې اور لګېدنې پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

د سېند وزیراعلا مقبول باقر په یاده پېښه د خواشینۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د ژوبلو کسانو د حکومت مسوولیت دی.

په کراچۍ کې د اور لګېدنې دا لومړۍ پېښه نه ده، تر دې وړاندې هم وخت په وخت دا ډول پېښې شوې دي چې پکې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتې دي.

په ۲۰۱۲ز کال کې د کراچۍ په بلدیه ټاون کې د نساجۍ (کپړو جوړولو) په یوه کارخانه کې د اور لګېدو یوه لویه پېښه شوې وه چې پکې لږ تر لږه ۲۷۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي ول. د هغې پېښې قضیه لا هم په سېند های کورټ کې روانه ده.

د روان کال د جولای په ۱۲مه نېټه د پنجاب په سر ښار لاهور کې د اورلګېدو پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي وو. هغه مهال د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ چارواکو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي وو چې اور د برېښنا تارونو شارټ کېدو له کبله ولګېد چې پکې د ودانۍ درې پوړه وسوځېدل.

تر هغې وړاندې د روان کال د مارچ په ۱۷مه د خیبر پښتونخوا په کوز کوهستان کې په یو کور کې د اور لګېدو له وجې لس کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، د ماهرینو په وینا په پاکستان کې هر کال د اور لګېدو پېښو کې ۱۵،۰۰۰ خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي او د مېلیونونو روپو مالي تاوان هم خلکو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG