د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهستان کې اور لګېدنه: لس کسان وژل شوي، درې ژوبل دي


د کراچۍ په یوه کارخانه کې د اور لګیدنې په مهال د ژغورنې ادارې کارکونکي په اور وژنه بوخت دي. پخوانی انځور
د کراچۍ په یوه کارخانه کې د اور لګیدنې په مهال د ژغورنې ادارې کارکونکي په اور وژنه بوخت دي. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په کوز کوهستان کې په یو کور کې د اور لګېدو له وجې لس کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د مارچ پر ۱۷مه، په یو بیان کې ویلي، پېښه د پټن په سیري نومې ځای کې شوې ده. ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، نن سهار (د مارچ ۱۷مه)د بجلۍ شارټ سرکټ له وجې په یو کور کې دننه اور لګېدلی چې له وجې یې د کور د کوټو چتونه غورځیدلي دي.

وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ژوبل کسان د پټن ځایي روغتون ته رسول شوي دي.

تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ځینو برخو کې د بجلۍ د شارټ سرکټ او یا نورو وجوهاتو له کبله د اور لګېدنې پېښې رامنځته شوي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د اور لګېدنې ګڼې پېښې په کورونو، کارخانو، موټرو، اورګاډو، د سکرو په کانونو او ځنګلونو کې مخې ته راځي چې مرګ ژوبله اړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG