د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام وګاټه

د هند ویبف سوریاونشي ۱۷۵ منډې وکړې - انځور له ارشیفه.
د هند ویبف سوریاونشي ۱۷۵ منډې وکړې - انځور له ارشیفه.

د هند تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو لوبډلې د کرکټ د یو ورځني (۵۰ اووره) نړیوال جام په پایلوبه کې انګلستان (انګلینډ) ته په ۱۰۰ منډو ماتې ورکړه.

د هند لوبډلې د فبرورۍ پر شپږمه د زېمبابوې په هرارې لوبغالي کې د سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) غوره کړ.

هند په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۴۱۱ منډې وکړې. ویبف سوریاونشي ۱۷۵ او ایوش ماترې ۵۳ منډې وکړې. د انګلینډ جېمز مېنټو درې، سېباستیین مورګن او الېکس ګرین دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د انګلستان ټوله لوبډله په ۴۱م اوور کې په ۳۱۱ منډو وسوځېده. کیلب میتیو فاکنر ۱۱۵ او بېن ډاکېنز ۶۶ منډې وکړې.

د هند ار اېس امریش درې او دیپېس دېوېندرن او کنېشک چوهان دوه، دوه وېکټې واخیستې.

هند د فبرورۍ پر څلورمه په نیمه پایلوبه (سېمي فاینل) کې افغانستان ته په اووه وېکټو په ماتې ورکولو فاینل ته وتلې وه.

داراز، د انګلینډ د زلمیو لوبډلې د فبرورۍ پر درېیمه اسټرالیا ته په ۲۷ منډو په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره موندلې وه.

د زېمبابوې او نمېبیا په کوربه توب د نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې روانې وې.

د ۲۰۲۴ز کال نړیوال جام اسټرالیایۍ لوبډلې ګټلې وو.

XS
SM
MD
LG