د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام: اسټرالیا او وېسټ انډیز یو بل ته مخامخ شوي دي

د اسټرالیا د ۱۹ کلنې لوبډلې بیټران د یوې سیالۍ پر مهال منډه وهي - انځور له ارشیفه.
د اسټرالیا د ۱۹ کلنې لوبډلې بیټران د یوې سیالۍ پر مهال منډه وهي - انځور له ارشیفه.

د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام په دویم پړاو کې د اسټرالیا او وېسټ انډیز لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې دی.

د جنورۍ پر ۲۸مه د زېمبابوې په هرارې کې د سیالۍ پچه وېسټ انډیز وګټله او لومړی یې اسټرالیا ته د توپوهنې (بیټېنګ) بلنه ورکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان نیو زیلینډ ته په اتو وېکټو او د هند تر ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو لوبډلې زېمبابوې ته په ۲۰۴ منډو ماتې ورکړه.

د جنورۍ پر ۲۶مه سري لنکا افغانستان ته، انګلستان (انګلینډ) بنګلادېش ته او امریکا سکاټلینډ ته ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۲۹مه د جنوبي افریقا او سري لنکا د ۱۹ کلنو لوبډلې د یو ورځني (۵۰ اووره) نړیوال جام په ترڅ کې یو بل ته مخامخ شي.

د زېمبابوې او نمېبیا په کوربه توب د نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ پر ۱۵مه پیل شوې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر شپږمه د هرارې په لوبغالي کې ترسره شي.

د ۲۰۲۴ز کال نړیوال جام اسټرالیایۍ لوبډلې ګټلې وو.

XS
SM
MD
LG