د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د ۱۹ کالو نه د کم عمر لوبغاړو د کرکټ نړیوال جام پای لوبې ته ووت

د هند تر ۱۹ کلونو د کم عمر لوبغاړو کرکټ لوبډلې پاکستان ته هم ماتې ورکړې وه - د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور
د هند تر ۱۹ کلونو د کم عمر لوبغاړو کرکټ لوبډلې پاکستان ته هم ماتې ورکړې وه - د فبرورۍ لومړۍ نېټې انځور

هند د ۱۹ کالو څخه د کم عمر لوبغاړو د ۵۰ اووره کرکټ نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو پايلوبې يا فاينل ته ورسېد.

د فېبرروۍ پر څلورمه، د زېمبابوې په هرارې کې شوې دې سيمي فاينل يا نيمه پايلوبه کې افغان لوبډلې د لومړي بيټينګ په کولو سره په ټولو ۵۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو ۳۱۰ منډې جوړې کړي.

د افغانستان لخوا فیصل شينوزاده او عزيرالله نیازي سليزې ووهلې.

په ځواب کې یې هند لوبډلې په ۴۲م اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو دا هدف پوره کړ.

د هند لخوا ارون جارج تر ټولو ډېرې، ۱۱۵ منډې وکړي.

د دې نړيوال جام پايلوبې ته د انګلينډ لوبډله واردمخه وتلې ده. هغوی په نیمه پای لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړې وه.

د زېمبابوې او نمېبیا په کوربه توب د نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ پر ۱۵مه پیل شوې وې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر شپږمه د هرارې په لوبغالي کې ترسره شي.

د ۲۰۲۴ز کال نړیوال جام اسټرالیایۍ لوبډلې ګټلې وو.

XS
SM
MD
LG