د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو اټکل شوی دی


پي ډي اېم اې وايي د باران پر مهال د تېزې سیلۍ امکان دی - پخوانی انځور.
پي ډي اېم اې وايي د باران پر مهال د تېزې سیلۍ امکان دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د هغې صوبې په بېلابېلو برخو کې د پشکال د وروستیو بارانونو وړاندوینه کړې ده.

پي ډي اېم اې په بیان کې ویلي دي چې د اګست له ۱۳مې څخه د سیلۍ او د سختو ورښتونو له کبله په خوړونو او سیندونو کې د سېلاب امکان هم دی.

بیان زیاتوي چې د ټولو ضلعو انتظامي او نورې اړونده ادارې یې خبرې کړې دي چې د سېلابونو، کمرونو نړېدو او ودانیو پرېوتو پېښو پر مهال دې د خلکو مرستو او ژغورنې ته تیار اوسي.

په جنوبي اسیا کې د پشکال میاشت د جولای پر ۱۵مه پیلېږي او د اګست پر ۱۵مه پای ته رسي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون له نیمايي راهیسې د جولای تر پای پورې په پاکستان او افغانستان کې یوشمېر ځلې ورښتونه وشول.

په دې ترڅ کې په دواړو هېوادونو کې په یوشمېر سیمو کې سېلابونه راغلي چې له کبله یې په لسګونو کسان وژل شوي او پراخ مالي تاوانونه هم رسېدلي دي.

د پاکستان د چاپېریال او اقلیمي بدلون چارو وزیرې شېري رحمان د جولای پر ۲۹مه، پر اېکس چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي ول چې د جون له ۲۵مې راهيسې په هېواد کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال ١٦٠ کسان وژل شوي او ۲۵۶ نور ټپيان دي.

نوموړې په بیان کې زیاته کړې وه چې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې سلګونه کورونه او ودانۍ ړنګې شوې وې.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې اقلیمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG