د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې ۲۰ تنه وژل شوي، ۱۴ ژوبل دي


د افغانستان د میدان وردګو په ګډون په بېلابېلو ځایونو کې واوره شوې ده - د فبرورۍ ۲۹مې انځور.
د افغانستان د میدان وردګو په ګډون په بېلابېلو ځایونو کې واوره شوې ده - د فبرورۍ ۲۹مې انځور.

په افغانستان کې له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د روانو ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی او ۱۴ ژوبل دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق د مارچ پر دویمه په بیان کې وویل چې په تېرو ۱۲ ورځو کې د ورښتونو پر مهال د سختې یخنۍ، سېلابونو او کورونو ړنګېدو پېښو هغه مرګژوبله اړولې ده.

وزارت ویلي دي په ورښتونو کې تر ۴۵۰ زیات کورونه ړنګ شوي او تر ۵،۰۰۰ زیات څاروي وژل شوي دي.

په بیان کې یادونه شوې چې هغه زیانونه په پلازمېنه کابل، خوست، کندهار، ننګرهار، لغمان، کونړ، فراه، پروان، کاپیسا، زابل، سمنګان، دایکندي، غور او بدخشان ولایتونو کې اوښتي دي.

د هوا پېژندنې کورنیو ادارو اټکل کړی دی چې ورښتونه ښايي د مارچ تر څلورمې پورې دوام ومومي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې خلکو ته لوی ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او د واورې او باران له وجې یوشمېر لارې تړلې دي.

په غزني ولایت کې هم زیاته واوره ورېدلې ده - پخوانی انځور.
په غزني ولایت کې هم زیاته واوره ورېدلې ده - پخوانی انځور.

د غزني ولایت اوسېدونکي محمد عالم وویل چې د درنې واورې له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونو ورپېښ شوي دي. "په غزني ولایت کې په زیاته اندازه واوره شوې، د رشیدانو ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې ولسوالۍ ته روان و یخنۍ مړ کړی، زیات کورونه هم ړنګ شوي دي، زیات مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي."

یوشمېر خلکو له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د درنو ورښتونو له امله یې کورونه زیانمن شوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوست ولایت په مرکز کې د وچ خوړ (وچې خوړې) سیمې اوسېدونکي اجمل ځاځي مشال راډیو ته وویل چې د کور "درې کوټې" یې ړنګې شوې دي. " دوه کوټې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي سامانونه یې هم پکې ویجاړ شوي دي او بله کوټه هم د ړنګېدو په حال کې ده. غواړم چې له موږ سره مرسته وشي."

د کونړ ولایت اوسېدونکي شېر ولي مشال راډيو ته وویل چې د ورښتونو له امله د مرکز اسعد اباد او ولسوالیو ترمینځ په لارو کې مسافر له ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي وویل، د مارچ پر درېیمه له ولایتي مرکزه ناړۍ ولسوالۍ ته ولاړ او و یې لیدل چې په لاره کې په مختلفو ځایونو کې کمرونه نړېدلي دي چې "د مسافرو تګ راتګ یې ستونزمن کړی وو. اوس فعلاً هم د مرکز شاوخوا ته د مرورې ولسوالۍ ته غځېدلې لاره، چې درې ته ختلې ده، هم د ورښتونو له امله د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه."

په کونړ کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو رییس قاري قدرت الله معاذ د مارچ پر دویمه مشال راډیو ته وویل د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو ترمینځ لارې ځینې لارې بیا پرانیستل شوې دي.

په ورته وخت کې د سالنګ لویه لاره، چې د افغانستان نهه شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له کابل، ختیځو او جنوبي ولایتونو سره تړي، بنده ده خو د خلاصولو چارې یې روانې دي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د مارچ پر درېیمه پر اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې ښايي هغه لاره د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د مساپر وړونکو ګاډو تګ راتګ لپاره پرانیزي.

XS
SM
MD
LG