د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هوا پېژندنې ادارې په افغانستان کې د سختو ورښتونو وړاندوینه کړې ده


په هرات ولایت کې تر باران وروسته په یو کور کې اوبه جمع شوې دي - د مارچ ۱۳مې انځور.
په هرات ولایت کې تر باران وروسته په یو کور کې اوبه جمع شوې دي - د مارچ ۱۳مې انځور.

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې له تېزو بادونو سره د درنې واورې او سختو بارانونو اټکل کړی دی.

هغې ادارې د اپرېل پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دي چې د اپرېل پر ۱۱مه او ۱۲مه د ورښتونو له وجې د سېلابونو خطر هم دی.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي دي چې په بدخشان، تخار، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، نورستان، پکتیا، ننګرهار، لغمان، زابل، کندهار، خوست، اوروزګان، دایکندي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د سختو ورښتونو امکان دی.

د طالبانو د حکومت هغې ادارې خلکو ته د ورښتونو او سېلابونو پر مهال د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

په فبرورۍ او مارچ کې په افغانستان کې تر اوږدمهالې وچکالۍ وروسته تر شاوخوا درو اوونیو پورې واوره وورېده او بارانونه وشول چې کروندګرو ته یې سږ کال د زیاتو حاصلاتو هیله ورکړې ده.

د هغو ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۶۰ تنه وژل شوي ول. د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د دولت وزارت په وینا، په ورښتونو کې تر ۱،۶۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او ۱۸۰،۰۰۰ څاروي وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG