د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروتو کې ډرون بريدونو ۵ ماشومان ژوبل کړي دي

په بنو کې د هاوان مرمۍ په بريد کې ژوبله ماشومه په روغتون کې تر درملنې لاندې ده ـ انځور له ارشيفه
په بنو کې د هاوان مرمۍ په بريد کې ژوبله ماشومه په روغتون کې تر درملنې لاندې ده ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د لکي مروتو پولیس او ځايي خلک وايي چې په تختي خېلو کې ډرون بريدونو پينځه ماشومان ژوبل کړي دي.

د لکي مروتو د پولیسو ویاند قدرت الله د مارچ پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د سې شنبې يا نهي پر ورځ د نورنګ تاڼې په حدودو کې په تختي خېلو سيمه کې دوه جلا بریدونه وشول.

نوموړي دعوه وکړه چې دا بريدونه وسلوالو کړي دي، خو تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.

د لکي مروتو ځينو اوسېدونکو هم مشال راډیو ته وویل چې هلته ناڅاپه ډرونونه راغلل او بمونه يې وغورځول. د هغوی په وينا، په لومړي بريد کې دوه ماشومان او په دويم بريد کې درې ماشومان ژوبل شول.

د پوليسو ضلعي وياند زياته کړه چې تر دې وړاندې هم په هغه سيمه کې وسلوالو پر پوليسو دا ډول بريدونه کړي دي چې ولسي وګړو ته هم پکې زيانونه اوښتي دي.

د هغه په وينا، پوليسو او د ځايي امن کمېټۍ غړو د وسلوالو خلاف شريک عمليات پیل کړي دي.

په وروستيو کې پوليسو او پوځ د خیبر پښتونخوا په بنو، وزیرستانونو، لکي مروت، جانيخېلو او يوشمېر نورو سيمو کې د وسلوالو خلاف عمليات توند کړي دي.

ځايي وګړي وايي چې د هغو د نښتو پر مهال ډرونونه او د هاوان مرمۍ هم کارول کېږي چې پکې خلکو ته مرګژوبله اوړي. هغوی زياتوي چې زياتره ډرونونه او د هاوان مرمۍ امنيتي ځواکونو توغوي.

د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

  • انځور سایز

    عمر وزیر

    عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG