د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا ۸ ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو پروژې عملي شوې دي


چارواکي وايي اوس زرګونه وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی لري - د مارچ ۲۰مې انځور.
چارواکي وايي اوس زرګونه وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی لري - د مارچ ۲۰مې انځور.

په پکتیکا کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د ۲۰۲۳ز کال له مارچ میاشتې راهیسې یې د هغه ولایت په اتو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو پروژې عملي کړې دي.

په پکتیکا کې د کلیو پراختیا ریاست مشر مولوي خان محمد احمد د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په تېر یو کال کې یې هغه پروژې د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په مالي مرسته بشپړې کړې دي.

دی وايي، پر پروژو شاوخوا ۲۰۵ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې ورڅخه "۱۰،۷۰۰ کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی."

دی وايي، د پاکو اوبو پروژې په "ګیان، برمل، اورګون، ګومل، شکین، خیر کوټ، یحیاخېلو او مېټا خان" ولسوالیو کې عملي شوې دي.

د پکتیکا ولایت دوو اوسېدونکو محمد الله نادري او عباس خان مشال راډیو ته وویل چې پخوا به یې یا اوبه په پیسو اخیستې او یا به یې د کورنیو غړو تر درو کېلومیټره پورې مزل پسې کاوه او بیا به یې کور ته اوبه وړې.

دوی وايي، ښځو به په لاسګاډو (رېړو یا کراچیو) کې جامې خوړ ته وړلې او هلته به یې مینځلې خو اوس ټول خلک له پاکو اوبو برخمن شوي دي.

خو په پکتیکا کې لا هم زرګونه کورنۍ د څښاک او ورځني استعمال پاکې اوبه نه لري.

د سروضې اوسېدونکي حاجي انور مشال راډیو ته وویل، واړه ماشومان له درسونو پاتې دي ځکه چې هغوی په اوبو پسې لیرې، لیرې ځایونو ته ځي.

د پکتیکا اوسېدونکي وايي چې ماشومان یې له لیرو ځایونو کورونو ته اوبه لېږدوي - د مارچ ۲۰مې انځور.
د پکتیکا اوسېدونکي وايي چې ماشومان یې له لیرو ځایونو کورونو ته اوبه لېږدوي - د مارچ ۲۰مې انځور.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د اب و هوا یا اقلیم بدلون له وجې د هغه هېواد شاوخوا نیمايي یعنې ۲۱ مېلیونه وګړي د څښاک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

هغه اداره زیاتوي چې په افغانستان کې ورښتونه ۳۷ سلنه کم شوي دي چې له وجې یې د ځمکلاندې اوبو سطح ټیټه شوې او د تازه اوبو زېرمې کمې شوې دي.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې اقلیمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG