د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: په جایداد کې د ښځو د برخې غوښتلو مقدمې ولې وخت اخلي؟


 په روان کال کې تراوسه د صوبايي محتسبې ته داسې ۲۳۰ کېسونه ورغلي چې پکې ښځې په جاییداد او وراثت کې خپله برخه غواړي.
په روان کال کې تراوسه د صوبايي محتسبې ته داسې ۲۳۰ کېسونه ورغلي چې پکې ښځې په جاییداد او وراثت کې خپله برخه غواړي.

د خیبر پښتونخوا له مرکز پېښوره د جولای پر دویمه پر ټولنیزو رسنیو داسې یوه ویډیو خپره شوې وه چې پکې دوه وروڼه پر یوې خور په کور دننه تشدد کوي او هغه د سټک په ګوزارونو وهي.

دا پېښه د پېښور په بانا ماڼۍ سیمه کې شوې وه. په ویډیو کې د ښودل شوې ښځې زوی محمد ارسلان د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، په کوم کور کې چې دوی اوسیږي پر دغه کور یې له ماماګانو سره په عدالت کې مقدمه هم روانه ده.

ده وویل، "په ویډیو کې ښکاره شوې ښځې زما مور او نیا دي، او په دغه ویډیو کې ښودل شوي سړي زما دوه ماما ګان دي چې پر خپلې خور او مور ګوزارونه کوي او دړکې ورکوي. دا مسله زموږ په هغه کور روانه ده په کوم کور کې چې موږ اوسیږو. دا زما مور او نیکه اخېستی وو، د وراثت مسله له دې بیله ده. کله چې زما نیکه په ۲۰۱۵م کال کې وفات کېدو نو هغه دا کور په خپلو ځامنو پسې ولیکو او زما مور له یې خپله برخه ورنکړه. د دې کور په اخيستو کې زما مور زما نیکه له پېسې ورکړې وې. زما نیا یعني زما د مور مور هم زموږ په طرف ده.پولیسو زما د نیا بیان رېکارډ نکړ هغه د دې پېښې ګواه ده."

محمد ارسلان وایي دا د اقدام قتل مقدمه جوړیږي خو پولیس یې د ده په وینا، ورسره نه مني.

د پېښور د پولیسو دفتر د جولای پر دریمه پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې هغه دوه تنه یې نیولي چې په کور دننه پر خپلې خور او مور یې تشدد کړی بلخوا د بانا ماڼۍ د پولیس تاڼې اېس اېچ او داود خان د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته هغه تورونه رد کړل چې ګنې پولیس له متاثرې کورنۍ سره مرسته نه کوي.

ده وویل، "موږ د دوی د اېف ای ار نه وړاندې هغه کسان ونیول چې دوی پرې د وهلو دعوه کړې، دغه ښځې په خپلو دریو وروڼو دعوه وکړه چې دا یې په کور دننه وهلې موږ درې واړه ونیول،د ډاکټر رپوټ مې هم راوړو. اوس دا کېس عدالت ته تللی او چې عدالت څه فېصله وکړي موږ به یې منو."

مشال راډیو ته د نیول شوو کسانو سره د رابطې کولو اجازت ورنکړای شو، خو د بانا ماڼۍ د تاڼې اېس اېچ او داود خان مشال راډیو ته وویل د دغه ښځې وروڼه وایي چې دوی خور ته دریمه حصه ورکوي خو هغه یې ورسره نه مني.

د خیببر پښتونخوا اسمبلی په ۲۰۱۹م کال کې ښځو ته په وراثت کې د برخې ورکولو قانون منظور کړ او له دغې وروسته د ښځو د وراثت او په جایداد کې د برخې ټولې مسلې اوس د صوبایي محتسب ادارې د ښځو څانګې ته ورځي.

په پېښور کې د دغه ادارې د قانوني چارو یوې مشرې نزهت بي بي د جولای پر درېمه مشال راډیو ته وویل په روان کال کې تراوسه دوی ته داسې ۲۳۰ کېسونه ورغلي چې پکې ښځې په جاییداد او وراثت کې خپله برخه غواړي.

دې وویل، "د پېښور د بانه ماڼۍ کېس هم موږ ته راغلی او دا له موږ سره روان دی، دې کېس کې ځینې ضمانتیانو دوی ته وییلي ول چې دا دواړه کورنۍ به د فېصلې انتظار کوي او یو بل ته به څه نه وایي خو د دواړو خواو له اړخه یو بل ته بد رد وییل شوي دي، اوس خو پولیسو دغه کسان نیولي دي. دا د کورني تشدد واقعه هم ده او موږ يې څارو."

له پېښوره په دغه ویډیو کې ښکاره شوې چې د کورنۍ ترمنځ د جایداد پر سر شخړه روانه ده او د دې مقدمه له ۲۰۱۵م کاله راهیسې روانه ده.

اوس پوښتنه دا ده چې په صوبه کې په دې اړه قانون هم جوړ شوی نو ولې بیا داسې کېسونه دومره وخت اخلي؟

د پېښور های کورټ یوه وکیله زینت محب کاکاخېلې د جولای پر ۱۳مه په دې اړه مشال راډیو ته وویل،"په دې اړه قانون جوړ شوی او اوس داسې کېسونه د صوبې د محتسب ادارې د ښځو څانګې ته ورځي.کله چې دا سې یوه واقعه وشي نو پولیس او نور چارواکي د دغه قانون په اړه لا هم پوره مالومات نه لري او دوی خپل یو عدالت ولګوي. پخوا به دیواني مقدمې تر کالونو چلېدې نو ځکه به ښځو ته ګرانه وه خو دا اوسنی قانون ډېر اسانه دی. دې کې یوه مسله دا ده چې د دې نوي قانون په اړه ډېره پوهه نشته نو ځکه داسې مقدمې چې پکې ښځې له خپلو کورنیو نه په وراثت او یا نورو شریکو جایدادونو کې خپله برخه اخلي زیات وخت واخلي."

زینت محب دا هم وایي چې باید ښځې په وراثت کې د خپلې برخې د غوښتلو نه وړاندې خپل ضروري کاغذونه لکه شناختي کارډ، نکاح نامه، د خپل کور یا د شریکې مځکې ضروري کاغذونه او یا د دې فوټو کاپۍ ولري چې دا شان په عدالت کې د کېس کولو پر وخت ورته اساني وي.

XS
SM
MD
LG