د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا په سېلاب کې د وژل شویو شمېر ۱۱،۵۰۰ ته نېږدې شوی دی


په درنه ښار کې یو رضاکار په سېلاب کې په اغېزمنې شوې ودانۍ کې دمه کوي - د سېپټېمبر ۱۶مې انځور.
په درنه ښار کې یو رضاکار په سېلاب کې په اغېزمنې شوې ودانۍ کې دمه کوي - د سېپټېمبر ۱۶مې انځور.

په لیبیا کې په سختو سېلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱،۵۰۰ ته نېږدې شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ چارو دفتر (اوچا) د سېپټېمبر پر ۱۶مه وویل چې یوازې په ختیز درنه ښار کې د وژل شویو شمېر ۱۱،۳۰۰ ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، د دې ترڅنګ سېلابونو د لیبیا په نورو برخو کې شاوخوا ۱۷۰ تنه وژلي دي.

د سېپټېمبر پر ۱۰مه تر سمندري طوفان وروسته په سیند کې د اوبو سطح لوړه شوه چې له کبله یې دوه بندونه (ډیمونه) مات شول او لوی سېلاب د درنه ښار یوه لویه برخه په کنډوالو بدله کړه او ګڼ خلک یې د مدترانې یا روم سمندرګي ته لاهو کړل.

ملګري ملتونه وايي، تر سېلاب وروسته څه باندې ۱۰،۰۰۰ کسان لا هم ورک دي چې د لټون هڅې یې دوام لري.

د سختو سېلابونو له کبله په هغه سیمه کې تر ۴۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي هم دي.

دا انځورونه له سپوږمکۍ اخیستل شوي چې په پورتني کې د درنه ښار تر سېلاب مخکې او په لاندیني کې تر سېلاب وروسته ښوول شوی دی - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.
دا انځورونه له سپوږمکۍ اخیستل شوي چې په پورتني کې د درنه ښار تر سېلاب مخکې او په لاندیني کې تر سېلاب وروسته ښوول شوی دی - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.

د فرانسې خبري اژانس د سېپټېمبر پر ۱۵مه ویلي ول چې د درنه ښار له خټو څخه په ډکو کوڅو او لارو کې په سلګونو جسدونه تر ودانیو لاندې ښخ شوي دي او غم ځپلي خلک ورپسې ویجاړې ودانۍ لټوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په ځینو ځایونو کې خیریه ادارو ژغورندویه او مرستندویه چارو ته دوام ورکړی دی خو نړیوالو مرستو ته "شدیده اړتیا" ده.

درنه د لیبیا په ختیځ کې پروت ساحلي ښار دی چې ابادي یې ۸۹،۰۰۰ ښوول کېږي او هلته تر طوفان وروسته چې په سیند کې د اوبو کچه لوړه شوه نو دوه بندونه (ډیمونه) یې مات کړل او د ښار لویه برخه یې لاندې کړه.

په ۲۰۱۱ز کال کې د اوږدمهاله واکمن معمر قذافي پرضد پاڅون پیل شو چې وروسته یې د ناټو په مرسته نوموړی له واکه لیرې کړ او و یې واژه.

له هغه وخت راهیسې لیبیا د کورنۍ جګړې او تاوتریخوالي ښکار ده او انتظامي جوړښت یې اغېزمن شوی دی.

په لیبیا کې داراز د واک پر سر د لانجو او اختلافاتو له کبله سېلاب ځپلو سیمو ته د نړیوالو مرستو رسېدل لا ګران شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG