د لیبیا په ختیځو سیمو کې سیلابونو له امله په زرګونو کسان مړه شوي او د ځينو لادرکه کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
په سیندونو کې د اوبو لوړو څپو په يو ښار کې پوره پوره کلي او ابادۍ له مینځه وړي. الجزیرې ټيليويژن د سرې مياشتې د شمېرو په حواله ويلي چې ۲۰۸۴ کسانو مړينه تاييد شوې ده خو د وژل شويو شمير ښاييتر دې ډېرې شي.
د سره صلیب ویاند تیمر رمضان ويلي چې تر لسو زرو پورې کسان لادرکه دي چې مرستندويه ادارې یې د موندلو کوښښ کوي.
د شاوخوا یو لک ابادۍ لرونکي درنا ښار کې د دوو بندونو له ماتېدو وروسته د سیندونو پر غاړه لوړ پوړيزو ودانیو ته سخت زیان رسېدلی دی.