د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا سېلاب ځپلي ښار کې د وژل شویو شمېر په زیاتېدو دی


په درنه ښار کې مرستندویه کارکوونکي د مړو لټون کوي
په درنه ښار کې مرستندویه کارکوونکي د مړو لټون کوي

په داسې حال کې چې د څونامۍ د کچې سېلاب د لیبیا په درنه ښار کې لږترلږه ۴،۰۰۰ تنه وژلي دي، د بیړنیو او مرستندویه چارو ډلو د سېپټېمبر پر ۱۵مه هم د زرګونو ورکو کسانو لټون ته دوام ورکړی دی.

د سېپټېمبر پر ۱۰مه تر سمندري طوفان وروسته په سیند کې د اوبو سطح لوړه شوه چې له کبله یې دوه بندونه (ډیمونه) مات شول او لوی سېلاب د درنه ښار یوه لویه برخه په کنډوالو بدله کړه او ګڼ خلک یې د مدترانې یا روم سمندرګي ته لاهو کړل.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې اوسمهال د درنه ښار له خټو څخه په ډکو کوڅو او لارو کې په سلګونو جسدونه تر ودانیو لاندې ښخ شوي دي او غم ځپلي خلک ورپسې ویجاړې ودانۍ لټوي.

اوسمهال درنه ته رسېدل هم سخت ګران دي ځکه چې سړکونه او پلونه ړنګ شوي، د برېښنا او د ټېلېفون مزي پرې شوي او شاوخوا ۳۰،۰۰۰ خلک بې کوره شوي دي.

د لیبیا سرې میاشتې ټولنه وايي، په درنه کې ښايي تر ۱۱،۰۰۰ زیات وګړي وژل شوي وي.

په ۲۰۱۱ز کال کې د اوږدمهاله واکمن معمر قذافي پرضد پاڅون پیل شو چې وروسته یې د ناټو په مرسته نوموړی له واکه لیرې کړ او و یې واژه.

له هغه وخت راهیسې لیبیا د کورنۍ جګړې او تاوتریخوالي ښکار ده او انتظامي جوړښت یې اغېزمن شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG