د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا سېلاب ځپلي ښار کې د ورکو کسانو لټون روان دی


په درنه ښار کې د بیړنیو او مرستندویه چارو کارکوونکي په کوڅو کې ګرځي - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.
په درنه ښار کې د بیړنیو او مرستندویه چارو کارکوونکي په کوڅو کې ګرځي - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.

د لیبیا د ختیز ښار درنه اوسېدونکي د سېپټېمبر پر ۱۳مه هم د خپلو هغو خپلوانو په لټون ول چې تر سختو سېلابونو وروسته ورک دي.

ژغورونکو د مړو د خوندي کولو لپاره د نورو کفنونو غوښتنه کړې ده. د چارواکو په خبره، سېلابونو په زرګونو کسان وژلي او یوشمېر نور یې د سمندرګي لوري ته لاهو کړي دي.

د سېپټېمبر پر ۱۰مه د روم یا مدترانې سمندرګي پر غاړه د پروت هغه ښار یوشمېر برخې تر سمندري طوفان وروسته سېلابونو لاهو کړې.

چارواکي وايي، په سېلاب کې ۱۰،۰۰۰ کسان ورک شوي دي خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې ۵،۰۰۰ تنه ورک دي.

دا انځورونه له سپوږمکۍ اخیستل شوي چې په پورتني کې د درنه ښار تر سېلاب مخکې او په لاندیني کې تر سېلاب وروسته ښوول شوی دی - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.
دا انځورونه له سپوږمکۍ اخیستل شوي چې په پورتني کې د درنه ښار تر سېلاب مخکې او په لاندیني کې تر سېلاب وروسته ښوول شوی دی - د سېپټېمبر ۱۳مې انځور.

دولتي خبري اژانس د سېپټېمبر پر ۱۲مه د کورنیو چارو د وزارت ویاند محمد ابو لاموشا په وینا ویلي دي چې یوازې په درنه کې تر ۵،۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په لیبیا کې د سره صلیب او سرې میاشتې (هلال احمر) ټولنو د نړیوال فېډرېشن استازي تامر رمضان ویلي دي چې د وژل شویو شمېر ښايي زیات شي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۲مه له تیونسه په جېنیوا کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په ویډیويي وینا کې زیاته کړه چې د سېلاب له وجې تر ۴۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي.

درنه د لیبیا په ختیځ کې پروت ساحلي ښار دی چې ابادي یې ۸۹،۰۰۰ ښوول کېږي او هلته تر طوفان وروسته چې په سیند کې د اوبو کچه لوړه شوه نو دوه بندونه (ډیمونه) یې مات کړل او د ښار لویه برخه یې لاندې کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG