د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې ټرافیکي پېښې ۱ کس وژلی او ۱۵ یې ټپي کړي دي


د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي د مشینونو په وسیله د پېښې ښکار شوي ګاډی لېږدوي - د جنورۍ ۱۱مې انځور.
د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي د مشینونو په وسیله د پېښې ښکار شوي ګاډی لېږدوي - د جنورۍ ۱۱مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د دوو مساپر لېږدوونکو ګاډو ترمینځ په ټکر کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۵ ژوبل دي.

د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) صوبايي ویاند بلال فیضي د مشال راډيو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې پېښه د جنورۍ پر ۱۱مه د پېښور د بډه بېرې په څلورلاره کې شوې ده.

دی وايي، هلته دوه مساپر لېږدوونکي فلاینګ کوچونه له یو بل سره وجنګېدل.

بیان وايي، په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د پېښور بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی خو په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې وخت په وخت مرګونې ټرافیکې پېښې کېږي.

د ډېسېمبر پر ۲۱مه د بلوچستان په چاغي کې په یوه ټرافیکي پېښه کې هغه نهه افغانان وژل شوي او ۱۰ ټپي شوي ول چې د چارواکو په وینا، ایران ته روان ول.

تر دې مخکې د نومبر پر ۲۶مه په چارسده کې د سختې لړې له وجې د ښوونځي د ګاډي او لارۍ ترمینځ ټکر دوه زدکوونکي وژلي او ۱۱ تنه ژوبل کړي ول.

XS
SM
MD
LG