د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان وايي ګوند یې د قامي اسمبلۍ په ضمني ټاکنو کې برخه نه اخلي


اېمل ولي خان له خبریالانو سره د خبرو پر مهال - پخوانی انځور.
اېمل ولي خان له خبریالانو سره د خبرو پر مهال - پخوانی انځور.

عوامي نیشنل ګوند په خیبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ پر څوکیو له ضمني‌ انتخاباتو څخه پرېکون اعلان کړی دی.

دا خبره د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د فبرورۍ پر ۲۲مه پر رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې کړې ده.

نوموړي د چا نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې د مارچ پر ۱۶مه یې له کېدونکو ټاکنو ځکه پرېکون کړی چې "یو تش په نامه سیاسي ګوند له انتخاباتي سیاست څخه ټوکې جوړې کړې دي."

اېمل ولي خان ویلي، لومړی دا چې پر ډېرو څوکیو د یوه استازي درول د ملک په مېلیونونه روپۍ ضایع کړې دي او بل دا ګوند په سیاست کې د عدم برداشت او پارلېمان ته په بې احترامۍ بوخت دي.

د نوموړي اشاره ښايي پاکستان تحریک انصاف ته وي هغه ځکه چې یاد ګوند پر ډېرو څوکیو خپل مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان درولی دی.

د عوامي نیشنل ګوند هغه مخکښ مشر زیاته کړې چې د ملک اقتصادي حالت ته په کتو "دا زیاتی دی" چې تر عامو انتخاباتو یوازې درې میاشتې وړاندې ضمني ټاکنې وشي.

تر عوامي نیشنل ګوند وړاندې په وفاقي حکومت کې شریکو یوشمېر لویو ګوندونو پاکستان مسلم ليګ (ن)، پاکستان پيپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې هم وار له مخه له هغو ټاکنو پرېکون کړی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې که د ملک زیاتره لوی ګوندونه په دې ټاکنو کې برخه وانخلي نو اغېز به یې څه وي؟

شنونکی او خبريال محمود جان بابر وايي، سياسي ګوندونه دا ثابتول غواړي چې د دې هر څه ذمه وار پاکستان تحریک انصاف دی او دوی غواړي چې په پرېکون سره هغه ټاکنې غیرسنجیده وګرځوي.

نوموړي زیاته کړه چې سیاسي‌ ګوندونه فکر کوي چې د درو میاشتو لپاره تر لګښتونو کولو ښه ده چې د پینځو کلونو لپاره د کېدونکو عامو انتخاباتو لپاره پیسې ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تحریک انصاف له وفاقي حکومته غواړي چې ژرترژره په ملک کې عام انتخابات وکړي‌.

تحریک انصاف د خپلې دې غوښتنې پوره کولو لپار له هغه وخته احتجاج پیل کړی چې مشر یې عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۰مه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له لارې له وزیراعظمۍ ګوښه شو.

عمران خان د هم دې لپاره اعلان کړی چې د فبرورۍ له ۲۲مې د زندانونو ډکولو بهیر پیلوي چې پر حکومت فشار زیات کړي.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اوسنی وفاقي اتحادي حکومت وايي چې په هېواد کې به انتخابات له وخت سره سم د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر مياشت کې کوي.

د یاد اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان څه موده وړاندې ویلي‌ ول چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته به هلته ټاکنې نه کېږي.

XS
SM
MD
LG