د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیمور جګړا: سږ کال د بجلۍ د ګټې ۴۰ اربه روپۍ ترلاسه کوو


د خیبر پښتونخوا خلک وايي، بجلي په دې صوبه کې جوړېږي خو هغوی ترې محروم دي.
د خیبر پښتونخوا خلک وايي، بجلي په دې صوبه کې جوړېږي خو هغوی ترې محروم دي.

پېښور ـ د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي سږ کال به د بجلۍ د خالصې ګټې په ترڅ کې هغوی ته له مرکزي حکومته ۴۰ اربه روپۍ ترلاسه شي.

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا وايي، په دې کې ۱۰ اربه روپۍ هغه دي چې د تېر کال په کاته کې پر مرکزي حکومت پاتې وې.

هغه وویل:

"دا لومړی ځل دی چې د بجلۍ د خالصې ګټې پیسې به هره میاشت راکول کېږي. موږ به هره میاشت درې اربه روپۍ تر لاسه کوو."

تیمور جګړا وايي، د پاکستان مرکزي حکومت د بجلۍ د خالصې ګټې په ترڅ کې د خیبر پښتونخوا صوبې نه تقریبا ۲۰ اربه روپۍ پوروړی دی چې نیمايي به یې په روان کال کې هغوی ته ورکړل شي.

خو د اپوزیشن سره تړاو لرونکو سياستوالو په وینا پر مرکز د خیبر پښتونخوا صوبې پور ۲۰ اربه نه بلکې ډېر زیات دی.

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر سردار حسین بابک مشال راډیو ته وویل:

"د ای جي اېن قاضي د فارمولې له مخې په تېرو درېوو کلونو کې مرکز د خیبر پښتونخوا صوبې نږدې ۵۰۰ اربه روپۍ پوروړی دی."

بابک وايي، مرکز باید خیبر پښتونخوا صوبې ته پور واپس کړي ځکه چې یاده صوبه د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG