د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کراچۍ ورک شوی ډاکتر تر یوې اوونۍ وروسته کور ته رسېدلی دی


د ځوانو ډاکترانو ټولنې د نومبر پر ۱۸مه د ډاکتر اسماعیل اڅکزي ورکېدو ضد مظاهره وکړه.
د ځوانو ډاکترانو ټولنې د نومبر پر ۱۸مه د ډاکتر اسماعیل اڅکزي ورکېدو ضد مظاهره وکړه.

د ځوانو ډاکترانو ټولنه وايي چې له کراچۍ څخه ورک شوی ډاکتر محمد اسماعیل اڅکزی تر شاوخوا یوې اوونۍ وروسته خپل کور ته ستون شوی دی.

د ټولنې مشر داکتر محبوب نوراني تایید کړه چې اڅکزی د نومبر پر ۱۹مه غرمه مهال کور ته ورسېد.

د اڅکزي د تره زوی وزیر خان اڅکزي هم مشال راډیو ته تایید کړه چې هغه خوندي کور ته تللی خو زیاته یې کړه چې تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ډاکتر چا او ولې تښتولی وو او د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه یې هم معلومات ور نه کړای شول.

دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۱۸مه د ځوانو ډاکترانو د ټولنې یوشمېر مخکښه مشرانو او غړو د کراچۍ د خبریالانو د مرکز مخې ته مظاهره وکړه او چارواکو ته یې ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې ډاکتر محمد اسماعیل اڅکزی پیدا کړي.

د ځوانو ډاکترانو د ټولنې د کراچۍ، بلوچستان او خیبر پښتونخوا څانګو ګواښ کړی وو چې که نوموړی خوشې نه شو نو په ټول هېواد کې به په کاربندیز لاس پورې کړي.

محمد وزیر اڅکزی دعوه کوي چې د پولیسو او په ساده جامو کې یوشمېر کسانو یې د تره زوی د نومبر پر ۱۱مه ماسپښین درې بجې پر طارق روډ له خپل کوره نیولی او له ځان سره بیولی وو.

پولیسو هغه مهال د نوموړي د دې دعوې په غبرګون کې څه نه ول ویلي خو د کراچۍ د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي عرفان بهادر د نومبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د اڅکزي کورنۍ ورسره درخواست دایر کړی چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

نوموړي له دې پرته له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

ډاکتر محمد اسماعیل اڅکزی د کوټې اوسېدونکی دی چې له ۲۰۱۹ز کال راهیسې د کراچۍ د جناح روغتون د هډوکو ناروغیو په څانګه کې د تخصص زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG