د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې ناڅرګندو کسانو یو ځايي‌ خبریال وړی دی


دا لومړی ځل نه دی بلکې په کراچۍ ښار کې تر دې وړاندې هم یو شمېر خبریالان د نامعلومه کسانو لخوا پورته شوي دي. 
دا لومړی ځل نه دی بلکې په کراچۍ ښار کې تر دې وړاندې هم یو شمېر خبریالان د نامعلومه کسانو لخوا پورته شوي دي. 

په کراچۍ کې د پاکستان جنګ ورځپاڼې خبریال سید محمد عسکري نامعلومه کسانو تښتولی دی.

د یادې ورځپانې د کراچۍ ایډیټر علي کامران د جولایي پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې سيد محمد عسکري د جولایي‌ پر ۸مه له شپې ناوخته تښتول شوی دی.

ده وویل چې نوموړی له یو واده څخه کور ته روان وو او له قیوم اباد سره پر سړک ورته ولاړو نامعلومو کسانو یې موټر درولی او له ځان سره یې وړی دی.

د علي کامران په وینا، نامعلومه کسان چې مخونه یې پټ وو او ځینې کسانو د پولیسو درېشي اغوستې وي، خبریال سید محمد عسکري له کوم دلیله پرته وهلی ټکولی او له ځان سره وړی دی.


د کورنګي سیمې ايس ايس پي طارق نواز مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه معلومات اخلي چې سید محمد عسکري چا او ولې پورته کړی دی.

د سید محمد عسکري کورنۍ له چارواکو غوښتنه کړې چې هغه دې ژر تر ژره راخوشي کړي.‌

بلخوا د کراچۍ پریس کلب مشرانو د کراچۍ یونین آف جرنلسټس د خبریالانو ټولنې او نورو اتحادیو دا پېښه غندلې او د سید محمد عسکري د ژر تر ژره راخوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

د سیند د اطلاعاتو وزیر شیر جیل انعام میمن د جولایې پر نهمه په یوه خبرې غونډه کې د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دوی د خبریال سید محمد عسکري په اړه د جنګ ورځپاڼې له انتظامیې سره په تماس کې دي.

هغه زیاته کړې چې د سند پولیسو مشر ته په دې اړه لارښونې شوې دي چې د خبریال سید محمد عسکري په اړه دې پوره پلټنې وکړي او رپورټ دې سیند حکومت ته وړاندې کړي.

د سند د اطلاعاتو وزیر ویلي چې دوی هم غواړي چې خبریال عسکري ژر تر ژره راخوشی کړل شي. دا لومړی ځل نه دی بلکې په کراچۍ ښار کې تر دې وړاندې هم یو شمېر خبریالان د نامعلومه کسانو لخوا پورته شوي دي.

XS
SM
MD
LG