د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یمن حکومت مخالیفین ځوروي.د بښنې نړیوال سازمان


د بښنې نړیوال سازمان ( ایمنیسټي انټرنیشنل) پر یمني چارواکو تور لګولې چې د حکومت مخالفه ډلو پر ضد ناروا طاقت استعمالوي. او ددې لپاره یې د بهرنیو پلټنو غږ کړی.

د دوی د رپورټ تر مخه د صدر علي عبدالله صالح د ۳۲ کلنې واکمني پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې تر اوسه څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي.

دې ډلې پر پر یمني چارواکو د زور اچولو لپاره پر نړیوالې ټولنې غږ کړې چې د ۱۸ م مارچ د پېښې ککړ کسان دې نه بښي چې پکې څه باندې کسان وژل شوي وو.

ملګرو ملتونو، امریکا او اروپایی ټولنې په یمن کې د روان تشدد غندنه کړې.

بلخوا د بشري حقونو نړیوالې اتحادیی په خبره په شام کې د ۱۸ م مارچ نه تر لومړي اپریل پورې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال ۱۲۳ کسان وژل شوي. چې پکې زیاتره پيښې د داره او د لاتکیا په ښار کې شوي دي.
XS
SM
MD
LG