د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کانګو کې د ملګروملتونو یوه الوتکه رالوېدلې ،۳۲ تنه مړه


د افریقا په کانګو کې د ملګرو ملتونو یوه الوتکه راغورځېدلې ده چې په کې ۳۲ کسان وژل شوي او یو ژوندی دی.

الوتکه په کېنشاسا سیمه کې راغورځېدلې ده او د ملګرو ملتونو له وینا سره سم په وژل شویو کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي او سوله ساتونکي کسان شامل دي. دا د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو لپاره له بدو ناورینونو یو بلل کېږي.

شاهدان وايي الوتکه چېله کېسانګني ښاره الوتې وه هغه وخت ټوټې ټوټې شوه چې د کېنشاسا پر هوايي ډګر د کېوتو په حال کې وه او له لیکې سره وجنګېده. پر دې مهال زښت باران هم ورېده.

تر اوسه نه ده معلومه چې هغه کس چې ژوندی پاتې دی په څه حال دی. د الوتکې د راغورځېدو او ماتېدو لامل لا نه دی معلوم. په کانګو کې د ملګرو ملتونو په دوتر کې له ۱۹۰۰۰ زیات کسان کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG