د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمني ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړې دي


یمني ځواکونو د ولسمشر علي عبدالله صالح د واکمنۍ پر ضد پر راپورته شویو مظاهره چیانو ډزې کړې دي.

د روغتیايي کارکوونکیو او عیني شاهدانو له وینا سره سم، په ډزو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ژوبل دي.

دا دویمه ورځ ده چې د امنیتي سرتېرو او مظاهره چیانو تر منځ د تایز په ښار کې مخامخ نښتې شوې دي. د تایز له مظاهره کوونکیو سره د یووالي ښودلو لپاره په نورو ښارونو کې هم لاریونونه شوي دی.

په هدیده ښار کې فعالین وايي پولیسو ورباندې ډزې کړې دي. له اوونیو راهیسې د حکومت ضد روانو دې مظاهرو کې له پنځوسو زیات کسان وژل شوي دي. علي عبداله صالح له ۳۲ کالونو راهیسې د یمن د ولسمشر په توګه دنده تر سره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG