د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي روسیې یې د انرژۍ پر بېخبنا لوی برید کړی دی


د کییف په یوه برخه کې یو کس د روسیې په برید کې د ویجاړې شوې ودانۍ جاج اخلي - د مې اتمې انځور.
د کییف په یوه برخه کې یو کس د روسیې په برید کې د ویجاړې شوې ودانۍ جاج اخلي - د مې اتمې انځور.

اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې پر هغه هېواد په یو لوی برید کې د لږترلږه شپږو سیمو بېخبنا (انفراسټرکچر) په نښه کړی دی.

چارواکو د مې پر اتمه وویل چې شپې ناوخته په شوي برید کې تر ۵۰ زیات توغندي او ۲۰ بې پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.

د دوی په خبره، د حملې پر مهال د پلازمېنې کییف په ګډون په یوشمېر سیمو کې تر څو ساعتونو پورې د خلکو د خبرداري لپاره زنګونه ووهل شول.

چارواکو د ځینو ځایونو د ویجاړېدو او زیانمنېدو خبر ورکړی دی خو لا د ځاني زیان په اړه ابتدايي راپورونه نه شته.

د اوکراین د انرژۍ چارو وزیر هېرمن هالوشچېنکو وویل چې دا د هېواد په شپږو سیمو کې "د توانایۍ یا انرژۍ پر صنعت یو بل لوی برید" وو.

ده وویل چې په پولتاوا، کیروفوهراد، زپورېژیا، لفیف، ایوانو-فرانکییفسک او وېنېڅیا کې د برېښنا پیدا کولو او ترسیل پر مرکزونو او ودانیو حملې شوې دي.

د اوکراین په جنوبي سیمه زپورېژیا کې د اروپا تر ټولو لوی اټومي برېښناکوټ پروت دی. د هغې سیمې د پوځي انتظامیې مشر ویلي دي چې د روسیې په حملو کې "د مهمې او ملکي بېخبنا مرکزونه" په نخښه شوي دي.

ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي دي چې د روسیې په حملو کې لږترلږه ۵۰ توغندي او ۲۰ بې پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.

ده ویلي چې بریدونه پر داسې مهال شوي دي چې ملګرو ملتونو د مې اتمه په دویمه نړیواله جګړه کې د وژل شویو یادولو او جوړجاړي ته ځانګړې کړې ده.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین له پراخ یرغل پیلولو راهیسې د هغه هېواد د برېښنا او انرژۍ پر انفراسټکچر په بیا بیا حملې کړي.

روسیې د حملې پر مهال د اوکراین ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG