د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب چارواکي وايي پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي

د کابل په څرخي پله سیمه کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې په نخښه شوی کور - د مارچ ۱۳مې انځور
د کابل په څرخي پله سیمه کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې په نخښه شوی کور - د مارچ ۱۳مې انځور

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل کې برید کړی چې په نتیجه کې یې څلور ولسي کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په جلا جلا پیغامونو کې ویلي دی چې دا بریدونه د مارچ د ۱۲مې او ۱۳مې په منځنۍ شپه د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې د استوګنې پر سیمې ترسره شوي دي.

ذبیح الله مجاهد د مارچ پر ۱۳مه پر ټوېټر اېکس لیکلي دي چې پاکستان په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې بریدونه کړي دی چې په نتیجه کې یې یو شمېر ملکیانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د نوموړي په وینا د پاکستان په بریدونو کې په کندهار کې هوایي ډګر ته څېرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تېلو ذخیره هم په نخښه شوې ده.

مجاهد وايي له دې زیرمې ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد رسول کېدل.

نوموړي د پاکستان بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی چې بې ځوابه به پاتې نه شي.

د افغانستان په خوست ولایت کې د طالبانو حکومتي چارواکو تر دې وړاندې د مارچ پر ۱۲مه هم ویلي ول چې د پاکستان پوځ ډېورند کرښې ته څېرمه د ترېزیو او علیشېرو ولسوالۍ د صدقو په سیمه کې د پاکستاني توغندي ویشتلي دي چې پکې څلور تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

خو بل پلو، پاکستاني چارواکو تازه په کابل او نورو سیمو د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د مارچ پر ۱۲مه پاکستاني چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي ول چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر شاوخوا سیمو نښتې له هغه وخت راهیسې روانې دي چې پاکستان د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه پر افغانستان بریدونه وکړل.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې "پاکستاني پوځي رژیم" پر ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په حملو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اړولې وه.

د دې په ځواب کې بیا د طالبانو حکومتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۶مه پر پاکستانیو سرتېرو حملې وکړې.

د پاکستان حکومت وايي چې پر افغانستان یې تېره میاشت په اسلام اباد کې پر امام باړې او په باجوړ او بنو کې دبریدونو په ځواب کې بمباري کړې وه او پکې یې د وسلوالو ډلو مرکزونه په نخښه کړي ول خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (يوناما) تایید کړې وه چې د ننګرهار په بمبارۍ کې ولسي وګړي په نخښه شوي ول.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

XS
SM
MD
LG