احمد میلاد نسیمي په پراګ کې د مشال راډیو د سټوډیو تخنیکي چارې پر مخ وړي او وخت په وخت ویډیوګانې هم اېډېټ کوي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۱مه د سویټزرلینډ په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې ته په وینا کې یو وارې بیا د ګرینلینډ د ترلاسه کولو یادونه وکړه خو ویې ویل چې دې موخې ته د رسېدو لپاره د ځواک استعمالولو هوډ نه لري.
په ايران کې د روانو حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې د وژل شويو کسانو شمېر له ۲،۰۰۰ اوښتی دی. په عين حال کې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که ایراني چارواکي د مظاهرچيانو وژنو ته دوام ورکړي، نو د امريکا لخوا به له سخت غبرګون سره مخامخ شي.
په فيليپين کې د کاتولیک عیسویانو یو له تر ټولو لویو کلنيو مذهبي مراسمو کې عقيدت مندانو ګډون کړی او پلازمېنه منيلا کې ګڼ ګوڼه زښته زياته شوې ده. هلته زرګونه کسان د حضرت عيسا عليه السلام د تاریخي مجسمې د لېدلو او لمس کولو لپاره راټول شوي ول. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ:
روسیې د جنورۍ پر اتمه او نهمه د اوکراین پر غربي سیمو او مرکز کییف لویې حملې کړې دي چې پکې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل دي. د مشال راډيو د اوکراینۍ څانګې او رویټرز اژانس له ویډيوګانو جوړ رپورټ.
د ۲۰۲۶ز کال له پیلېدو سره سم که یو خوا د نړۍ په یوشمېر برخو کې پخوانۍ شخړې دوام لري، نو بل لوري ته یوشمېر نوي کړکېچونه هم زېږېدلي دي. په دې اړه د رویټرز اژانس د ویډیوګانو پر اساس جوړ راپور وګورئ.
د هند په پلازمېنه نوي دلي کې ګرد او غبار د هوا کیفیت زښت خراب کړی دی او ورسره د یخنۍ څپه راغلې. ښار ته له نورو ایالتونو ورغلي مزدوران وايي، د ناروغیو له وجې خپلو پلرنیو سیمو ته ستنېږي. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د ايران په يو شمېر ښارونو کې د جنورۍ د پينځمې پر شپه هم حکومت مخالفه مظاهرو دوام درلود. د بشري حقونو د تنظيمونو په وینا تر دا دمه د پوليسو لخوا د ډزو په نتيجه کې د وژل شويو مظاهرچيانو شمېر لږ تر لږه ۳۰ ته رسېدلی دی.
د اوکراين چارواکي وايي چې د مرکز کيف په يو هسپتال د جنورۍ په ۵مه د روسيې په ميزايلي بريد کې يو ناروغ وژل شوی دی
په وروستیو ورځو کې ګڼو سیلانیانو د هند تر واک لاندې کشمیر ته مخه کړې چې هلته له واورین موسمه خوند واخلي. په همدې حال کې د سخت یخ څپې له وجې د هند په شمالي او مرکزي برخو کې د اورګاډو، بسونو او نورو ګاډو تګ راتګ له ځنډ سره مخامخ شوی دی. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډيو په جوړ رپورټ کې.
په تیر کال کې په پاکستان او نړۍ کې د رامنځته شويو مهمو پېښو حال د مشال راډيو په دې رپورټ کې وګورئ چې احمد ميلاد نسيمي، ګل اياز او داود خټک په ګډه جوړ کړی دی.
په ډاکه کې د بنګله دېش پخوانۍ وزیراعظمې خالده ضیا د جنازې مراسم ترسره شول. د هېواد د لومړۍ ښځینه وزیراعظمې په توګه پېژندل کېدونکې خالده ضیا ته د درناوي لپاره زرګونه کسان ورټول شوي وو.
د غزې پر ښار د دوو کلونو تر جګړې وروسته په لوی او تاريخي جومات کې خلکو لمونځ کړی دی. د جګړې پرمهال دا جومات په جزوي توګه ویجاړ شوی هم وو.
بې روزګاري او پر رن وې د زرګونو کسانو د امتحان ورکول
په افريقايي هېواد يوګانډا کې د "وزي وېژن" په نوم يوه اداره د غوایانو له ښکر څخه د عینکو یا چشمو فرېمونه جوړوي چې موخه یې اړمنو کسانو ته په ارزانه بیه د فرېمونو رسول دي. اداره وايي، د فرېمونو بیه له ۲،۵۰۰ څخه تر ۵،۵۰۰ کلدارو یا روپیو پورې ده. د تفصیل لپاره د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
متحده عربي اماراتو د خپلې ۵۴مې ملي ورځې په مناسبت په غزې تړانګه کې تر دوه کلنې جګړې وروسته د ۵۴ فلسطینیو جوړو ډله ییز واده کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې له هغه وروسته تړلې دي چې پر کابل د پاکستان تر برید وروسته د دواړو غاړو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې او له هغه راهیسې یې د تجارت په ګډون ټولې دوه اړخیزې چارې په ټپه ولاړې د
د برازيل په بېلیم ښار کې مېښې د ټرانسپورت او کلتور نخښه ګرځېدلې دي. له اسیا راوړل شوې مېښې هلته د کرنې، ګزمې، خوړو او سيلګرۍ مهمه برخه دي چې د هغه ښار اقتصاد او پېژندګلوي څرګندوي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ:
اوکرايني چارواکي وايي روسيې د نومبر ۲ او ۳مې ترمنځ شپې مهال د اوکراين پر مختلفو برخو د ۱۴۰ ډرونونو په مټ ۱۱ سيمې په نښه کړې دي. د مشال راډيو د اوکراينۍ څانګې رپورټ احمد ميلاد نسيمي او داود خټک جوړ کړی دی.
په افريقايي هېواد سوډان کې د چټک نلاتړ ځواک (رېپیډ سپورټ فورسز) نومې نيمه پوځي ملیشې او د حکومتي پوځ ترمينځ يو وار بيا جګړې پیل شوې دي او نيمه پوځي ملېشو په ډارفر سيمه کې د حکومتي پوځ په يو مهم مر
د اکتوبر پر ۲۲مه د اوکراين په خارکيف ښار او يوشمېر نورو ځايونو کې د روسيې په ميزايلي بريدونو کې د دوه ماشومانو په ګډون د اووه کسانو د وژنې راپورونه دي. په خارکيف کې يو توغندی پر يو وړکتون هم لګېدلی دی خو د ځايي چارواکو په وینا ۴۸ ماشومان له هغه ځايه په حفاظت سره بل ځای ته وړل شوي دي.
نور وښیئ