د امریکايي ولسمشر ځانګړي سلاکار سټیف وېټکوف ويلي چې ډانلډ ټرمپ پوښتنه لري چې ایران اخر "ولې نه تسلمېږي؟"
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن د اټومي پروګرام په اړه یو تړون ته د رسېدو په خاطر پر ایران د فشار اچولو لپاره د هغه هېواد په شاوخوا سيمو کې پوځي شتون زیات کړی دی.
فرانس پریس اژانس د فبرورۍ پر ۲۲مه لیکلي چې سټیف وېټکوف له امریکايي ټېلېوېژن فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ایران د دریځ په اړه تلوسه لري چې د تړون نه کولو په صورت کې یې هغه هېواد ته د ناړو عواقبو دړکه ورکړې ده.
هغه زیاته کړه، "زه د "مایوسۍ" ټکی نه استعمالوم ځکه چې هغه (ولسمشر) پوهېږي چې نورې متبادلې لارې هم لري. خو تلوسه لري چې دوی ولې - زه نه غواړم د 'تسلېمدو' لفظ استعمال کړم - خو دوی ولې تسلیم نه شول. ولې، هلته پر دومره زیات سمندري او هوايي ځواک ځای پر ځای کولو سربېره دوی (ايران) رانغلل چې موږ وسله نه غواړو او موږ دې کار کولو کولو ته تیار یو. خو لا ګرانه ده چې دوی دې ځای ته راوستل شي."
فرانس پریس اژانس وايي چې سټیف وېټکوف دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي چې له واشنګټن سره د تړون مسوده به په یو څو ورځو کې بشپړه شي.
ولسمشر ټرمپ ويلي چې ایران ۱۵ ورځې وخت لري چې د خپل اټومي پروګرام د پیل په اړه شته اندېښنو ته ځواب ووايي.
د ایران او امریکا استازیو د تهران د اټومي پرګروام په اړه یو تړون ته د رسېدو په خاطر د عمان په منځګړیتوب دوه ځلې مذاکرات کړي دي چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.