د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې نامعلومه وسلوالو د پولیسو يو ځايي مشر وژلی دی

په باجوړ کې وخت ناوخته د ناامنۍ داسې پېښې رامنځ ته کېږي چې وسلوال پکې پولیس او قبایلي مشران په نښه کوي. (انځور: ارشیف)
په باجوړ کې وخت ناوخته د ناامنۍ داسې پېښې رامنځ ته کېږي چې وسلوال پکې پولیس او قبایلي مشران په نښه کوي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د باجوړ چارواکي وايي چې هلته نامعلومه وسلوالو د پولیسو يو ځايي مشر په ډزو وژلی دی.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار د فېبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وويل چې وسلوالو بېګا د واړه ماموندو پر تاڼې برید وکړ چې پکې اېس اېچ او ګل محمود دین وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د پولیسو تر ځوابي ډزو وروسته وسلوال وتښتېدل. تراوسه هېڅ یوې ډلې د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

له تېرو څو کلونو راهیسې د باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

په هغه صوبه کې خلکو وخت پر وخت د احتجاجونو پر مهال حکومت او امنیتي ادارې تورنې کړې دي چې د وسلوالو پر فعالیتونو يې سترګې پټې کړې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ دا دعوه ناسمه بولي او وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG