د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا لپاره ۱۰ مېلیونه یورو مرسته اعلان کړې


يوه افغان مېرمن په هرات کې له بيزې (بوزې يا وزې) له پوسته وړۍ شکوي ـ انځور له ارشيفه
يوه افغان مېرمن په هرات کې له بيزې (بوزې يا وزې) له پوسته وړۍ شکوي ـ انځور له ارشيفه

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا لپاره ۱۰ مېلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازې ویرونیکا بوکوویچ پوهار د جنورۍ پر ۲۲مه ناوخته په بیان کې ویلي دي چې په دې پیسو به له افغان مېرمنو سره د وړو کاروبارونو پیلولو لپاره مرسته وشي.

د اروپایي ټولنې په بیان کې راغلي دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې ( یو اېن ډي پي) له لورې ولګول شي.

بیان زیاتوي چې له شریعت سره به سم افغان ښځو ته مالي خدمات چمتو شي او په تجارتي برخه کې به وروزل شي.

طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړې او ورپسې یې د ښځو لپاره د پوهنتونونو او لوړو زدکړو دروازې هم وتړلې.

طالبانو همداراز ښځې په ناحکومتي موسسو کې له کاره منع کړې او په حکومتي ادارو کې یې هم پر کارونو ګڼ بندیزونه ولګول.

نړیوالې ټولنې د طالبانو دا اقدامات غندلي خو هغوی خپلې تګلارې نه دي نرمې کړې او وايي چې دا ټول موضوعات د افغانستان کورنۍ چارې دي چې پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG